دا یو ډول نوی فکر دی، چې د جان لاک، ویلیام جیمز، جان ډېوي، شیلر او ژان پل سارتر په هڅو یې د داسې یوه فلسفي سیستم بڼه غوره کړه، چې تر هر څه له مخه یې د بشري ژوندانه د ښه والي خوا ته ډېر پام اړولی او وایي، چې د پېژندګلوۍ او پوهې د لاسته راوړلو یواځینۍ لار څېړنه او ازمېښت دی او هغه څه چې د ازمېښت او پېنځګونیو حواسو له لارې لاسته راځي همدا ((حقیقت)) دی.
پراګماتیستان سپارښتنه کوي چې په هماغه څه پوهېدلو ته اړتیا لرو، چې د انسان د ژوندانه لپاره ګټور وي او د دې اړتیا د بشپړولو لپاره ښایي له ټول ځواک نه کار واخلو، چې لوښي او وسایل يې منځته راوړو، نه دا چې د اړتیا وړ لومړني کارونه پرېږدو او خپل ماغزه په هغه څه زاړه او ستړي کړو، چې د موندلو لپاره يې تر اوسه هېڅ ډول لوښي راسره نشته.
حدیث از مطرب و می ګو و راز دهر کمتر جو
که کس نگشود و نگشاید به حکمت این معما را
(حافظ شیرازی)
دوی که له یوې خوا د اېډیالېزم و ماتیریالېزم تر منځ دي، بلخوا دا دواړه سیستمونه غندي او غواړي له همدې نړۍ نه داسې نړۍ جوړه کړي، چې بشر له هېڅ راز کړاو سره پکې مخامخ نه وي او سوکاله ژوند ولري، دوی وایي ((ډېر مه غږېږئ! ډېر دلیلونه مه وایئ! وسایل ومومئ، کار وکړئ او ژوند ته په زړه پورې بڼه وبښئ! همدا حقیقت دی)) په دې فلسفه کې انسان د پراخ اختیار خاوند دی او که غواړي د ژوندانه د بدلانه لپاره هر څه کړای شي، خو چې وسایل چمتو کړي.
دلته د انسان د ژوندانه ريښتینې موخه دا ده، چې په هغه کې هر راز نفساني غوښتنې او هره اړتیا په اسانۍ سره تر سره شي او په همدغه لار کې یو پرمختګ د بل لپاره یو نوی پیل وګڼل شي.
پراګماتېستان سپارښتنه کوي، چې دا کار هله کېدای شي، چې موږ د وسایلو په مرسته ټاکلې پوهه لاسته راوړو او دا پوهه یوازې د څېړنې او ازمېښت له لارې د ښکارندو د قوانینو پېژندلو ته وايي.
نن ورځ په صنعتي نړۍ کې پراګماتېسم ډېر دود دی او ډېر پلویان لري، نوموړې فلسفې وکړای شول چې د ساینسي پرمختګونو لپاره لار هواره او د پرمختک ارزښت په ګوته کړي.
دغه سیستم په کوڅو او بازارونو کې د خلکو پر مخ د فلسفې طلسمي صندوق پرانیست او وړاندیځ یې وکړ، چې بېځایه دې څوک خپل سر نه خوږوي او سملاسي دې له هغه څه نه ګټه واخلي چې د ژوندانه په بسیاینه او هو ساینه کط ونډه لرلای شي.
سرچینه: د فلسفې کلیات، د سریزې په ځای، ۱۵ – ۲۷ مخ، دانش خپرندویه ټولنه