څلورمه برخه: سکیپټیسېزم

سکیپتیسیستانو ته نړۍ داسې تپه تیاره ده، چې په هېڅ ګوټ کې یې د رڼا څرک ورته نه ښکاري. دوی بشري شعور ړوند ګني او د دې جوګه یې نه بولي، چې څه دې وویني یا دې څه وپېژني او پرې ودې پوهېږي.

دا فلسفه استدلال کوي چې موږ په یوه بې پایه توره تیاره بیدیا کې ورک شوي یو او نه پوهېږو، چې د څه لپاره راغلي یو او چېرته یو؟

د دغه سیستم د پلویانو دا خوښېږي، چې هرې پوښتنې ته ((نه پوهېږو)) ځواب ورکړي او ((نه پوهېدل)) یو ډول ((پوهه)) وګڼي. په دې فلسفه کې ډاډ نشته او په هر څه کې شک کوي، تر دې چې سکيپتیسیستان پر ځینو څرګندو طبیعي قوانینو هم بې باوره دي او دا هر څه ورته د ماشومانو لوبې ښکاري.

سکیپتیسیستان دا سپارښتنه کوي، چې ځان بېځایه مه ځوروئ، په توره ترږمۍ کې به د تورې تیږې له پاسه د تور میږي ماغزه څنګه ولیدلای شئ؟

نو راځئ چې د دې تیارې له هوساینې نه خوند واخلو او څو شپې چې ژوندي یو هماغسې ژوند وکړو لکه څنګه چې دی. ولې نه پوهېږئ چې د ژوندانه شېبې د سترګو په یوه رپ کې تېرېږي او د حقیقت موندلو لپاره ستاسې هڅې داسې دي لکه څوک چې په یوه ماته بېړۍ کې سپور وي او غواړي د سمندر د کبانو په ګېډو کې هګۍ وشمېري؟ په دې توګه، دا فلسفه له ټولو نه دا غواړي چې د ژوندانه خوږې شېبې په دا راز بېځایه چارو مه تېروئ او یواځې هغه څه ته مو چې لاس رسېږي خوند ترې واخلئ.

سکیپتیسیستان د نړۍ او ژواندانه د پېژندلو په اړه نه له چا سره ((هو)) وایي نه ((نه)).

دوی د انساني عقل کمزورتیا په ګوته کوي، د هېڅه د پيژندلو وړ یې نه بولي او وایي چې هر چا ته هغه څه ((ریښتیا)) ښکاري چې دی پرې ګروهمن (معتقد) دی او هر څوک چې په څه ګروهمن دی هماغه ((رښتیا)) دي.

په دې توګه دوی له ريښتیني ((ريښتیا)) نه سترګې پټوي او یا یې بېخي نه مني، ځکه یو ((شی)) په یوه ځای او مهال کې څو ((شیان)) نه شي کیدای، د بېلګې په توګه یوې دانې مڼې ته تیږه، لوټه، توپ، پياله او داسې نور ویل او دا ټول ((ریښتیا)) ګڼل ناشونی کار دی.

امین دریځ

اړوند مطلب

پنځمه برخه: ایډیالېزم

په نوموړي فلسفي سیستم کې ((اروا)) (روح) حقیقت دی او توک (ماده) د انسان د …

خپل آند راسره شريک کړئ