هغه کسان چې د یو شخص ملاتړ يوازې د هغه د قومیت او سمت په وجه کوي نو پوه شئ چې دا ډول کسان د تعصب په ناروغۍ اخته دي او داسې اشخاص هېڅکله د ملي فکر خاوندان نشي کېدای!
ماته هغه ډاکټړ، انجینر او استاد تر یوه نالوستي شخص څخه هم لوی احمق او جاهل ښکاري کوم چې باوجود د دومره زده کړو بیا هم په یوه ټوپکي او جنګسالار پسې روان وي، شخصیت پرستي مې هېڅ نه ده خوښه او تل د شخص پرځای د یو شخصیت په فکر پسې ځم ځکه اشخاص مري خو افکار یې تل ژوندي پاتې کېږي.
شخصن ماته د افغانستان دا ټول جنګي جنایتکاران له “الف” څخه نيولې تر “ی” پورې ولوکه په هر قوم پورې تړلي وي که هغه مسعود، رباني، ګلبدين، سياف، دوستم، مزاري، محقق، خلیلي، ملاعمر، عطا نور او نور دي د یوه توت ارزښت هم نلري او کوم خلک چې د داسې اشخاصو ملاتړ کوي ستر جاهلان دي.
د تېرو ۴۰ کلونو کورنۍ جګړې هېڅ اتل نلري.