د تبليغ اومه ورځ: مېرمنې باید سمدستي د خپل خاوند خواهش پوره کړي

پرون ماښام شېخ الحديث د اطاعت کوونکو مېرمنو په اړه بیان کولو او ویل یې چې مېرمنې تل باید د خپلو خاوندانو فرمان بردارې وي او خاوند چې هر امر دوی ته کوي نو مېرمنې یې باید پرته له دليل او چون او چرا خبره ومني او عملي یې کړي.

  • عرفان وېل شېخ صیب زموږ د مېرمنو چې کله تبیت خراب وي او موږ د یوه کار امر پرې وکړو نو په هغه صورت کې هم باید دوی زموږ امر پر ځای کړي؟
  • شېخ وېل هو! مېرمنې باید په هر حال کې د خپلو خاوندانو اوامر پر ځای کړي کنه ملایکې به لعنتونه پرې ووايي او بیا یې دغه مبارک حديث موږ ټولو ته بیان کړ:

? عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ـ رضى الله عنه ـ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ «إِذَا دَعَا الرَّجُلُ امْرَأَتَهُ إِلَى فِرَاشِهِ فَأَبَتْ أَنْ تَجِيءَ لَعَنَتْهَا الْمَلاَئِكَةُ حَتَّى تُصْبِحَ»
? ژباړه: له حضرت ابو هریرة رض څخه روایت دی چې رسول الله ص فرمايلي که چېرې یو شخص خپله مېرمن را وغواري چې ورسره ويده شي او مېرمن یې انکار وکړي نو ملایکې به تر سهاره په هغه مېرمن لعنتونه وايي.

  • ? لومړی ماخذ: صحيح البخاري (كتاب النكاح – باب إِذَا بَاتَتِ الْمَرْأَةُ مُهَاجِرَةً فِرَاشَ زَوْجِهَا) حدیث ۵۱۹۳
  • ? دویم ماخذ: صحيح البخاري ۶۷ کتاب ۱۲۷حديث
  • ? درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۷ ټوک ۶۲ کتاب ۱۲۱ حديث
  • ? څلورم ماخذ: صحيح المسلم ۱۶ کتاب ۱۴۱ حديث

د صحيح مسلم په (كتاب النكاح – باب تَحْرِيمِ امْتِنَاعِهَا مِنْ فِرَاشِ زَوْجِهَا) حديث ۱۴۳۶ کې راځي چې ملایکې به تر هغه په دې مېرمن لعنتونه وايي تر هغو چې بېرته د خپل خاوند خواته را ګرېځېدلي نه وي. ?(وَحَدَّثَنِيهِ يَحْيَى بْنُ حَبِيبٍ، حَدَّثَنَا خَالِدٌ، – يَعْنِي ابْنَ الْحَارِثِ – حَدَّثَنَا شُعْبَةُ، بِهَذَا الإِسْنَادِ وَقَالَ «حَتَّى تَرْجِعَ.»)

همدا راز د مشکات (مشکوة) په ۲ ټوک ۶۹۱ پاڼه او د ترمذي په (كتاب المقدمات) ۱ کتاب او ۲۸۴ حديث کې راغلي

? (وعن أبي علي طلق بن علي رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:« إذا دعا الرجل زوجته لحاجته فلتأته وإن كانت على التنور»)
? ژباړه: کله چې یو شخص خپله مېرمن د خپل حاجت (جنسي غوښتنې) لپاره ور وغواړي نو هغه باید سمدستي خپل خاوند ته ورشي ولوکه د تناره پر سر هم وي.

  • عرفان وېل شېخ صیب که چېرې د مېرمنو کوروالي ته زړه نه وي نو بیا؟
  • شېخ وېل هغه مهمه خبره نه ده ځکه که چېرې دوی د خپلو خاوندانو خواهش په هر حال کې پوره نه کړي نو مېړونه یې ښايي د زنا مرتکب شي.
  • عرفان وېل خو که چېرې د مېرمنې شوق وي او له خاوند څخه مينه وغواړي او هغه د خپلې مېرمنې خواهش پوره نه کړي نو بیا؟ او بل دا ملایکې ولې د یوه خاوند او مېرمنې په شخصي چارو کې مداخله کوي؟
  • شېخ وېل ګوره له ځانه عاطف پټېل مه جوړوه او په دين کې ډېرې پوښتنې د ګمراهۍ لامل کيږي نو نور پوښتنې بس!

له همغې خبرې سره سم ټول په خپلو مخو لاړو او ما د سورة نسا په تلاوت شروع وکړه.

اړوند مطلب

د تبليغ نهه دېرشمه ورځ – رسول الله مبارک خپله ژبه د حسن په خوله کې ورکړه

پرون ماسپښين زموږ د تبليغ یوه ملګري خپل کوچنی زوی جومات ته راوستی وو د …

خپل آند راسره شريک کړئ