پرون ماښام چې کله لمنځونه ادا شول او د شېخ الحديث په بیان مو ايمانونه په جوش او خروش راغلل نو له بیان وروسته عرفان وپوښتل وېل شېخ صیب زه نه پوهېږم ولې په ټولو راویانو کې زما د حضرت عايشې رض روایت شوي احاديث ډېر خوښيږي او بل ولې هغه په رسول الله مبارک تر خپلو ټولو مېرمنو ډېره ګرانه وه؟
شېخ د دې څو لاملونه دي چې زه به یې درته واضح کړم:
1️⃣ حضرت بي بي عايشه رض د رسول الله هغه مېرمن وه چې تر بلې هرې یوې مېرمنې څخه یې زیات حديثونه روایت کړي او د احاديثو یوه ستره مجموعه (۲۲۱۰ حديثونه) د عايشې رض له برکته لرو.
2️⃣ دویم دا چې بي بي عايشه رض د رسول الله ص تر ټولو مېرمنو کوچنۍ وه او له رسول الله مبارک سره له شپږ ۶ کلنۍ یو ځای اوسېدلې وه او چې کله رسول الله مبارک وفات شو نو بي بي عايشه ۱۸ کلنه وه نو کوچنۍ مېرمنې تل پر خلکو ګرانې وي.
3️⃣ حضرت بي بي عايشه رض د رسول الله ص هغه مېرمن وه چې کله به رسول الله له هغې سره په بستره کې شو نو پر ده مبارک به وحیې را نازلېدې او دا کار له بلې یوې مېرمنې سره هم نه کېدو، وېل که چېرې حضرت بي بي عايشه رض نه وی نو ښايي موږ به اوسنی قران کريم هم نه درلود او یا به نيمګړی وو او بیا یې وروسته دغه مبارک حديث شریف راته بیان کړ:
? حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عَبْدِ الْوَهَّابِ، حَدَّثَنَا حَمَّادٌ، حَدَّثَنَا هِشَامٌ، عَنْ أَبِيهِ، قَالَ كَانَ النَّاسُ يَتَحَرَّوْنَ بِهَدَايَاهُمْ يَوْمَ عَائِشَةَ قَالَتْ عَائِشَةُ فَاجْتَمَعَ صَوَاحِبِي إِلَى أُمِّ سَلَمَةَ، فَقُلْنَ يَا أُمَّ سَلَمَةَ، وَاللَّهِ إِنَّ النَّاسَ يَتَحَرَّوْنَ بِهَدَايَاهُمْ يَوْمَ عَائِشَةَ، وَإِنَّا نُرِيدُ الْخَيْرَ كَمَا تُرِيدُهُ عَائِشَةُ، فَمُرِي رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم أَنْ يَأْمُرَ النَّاسَ أَنْ يُهْدُوا إِلَيْهِ حَيْثُ مَا كَانَ أَوْ حَيْثُ مَا دَارَ، قَالَتْ فَذَكَرَتْ ذَلِكَ أُمُّ سَلَمَةَ لِلنَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَتْ فَأَعْرَضَ عَنِّي، فَلَمَّا عَادَ إِلَىَّ ذَكَرْتُ لَهُ ذَاكَ فَأَعْرَضَ عَنِّي، فَلَمَّا كَانَ فِي الثَّالِثَةِ ذَكَرْتُ لَهُ فَقَالَ «يَا أُمَّ سَلَمَةَ لاَ تُؤْذِينِي فِي عَائِشَةَ، فَإِنَّهُ وَاللَّهِ مَا نَزَلَ عَلَىَّ الْوَحْىُ وَأَنَا فِي لِحَافِ امْرَأَةٍ مِنْكُنَّ غَيْرِهَا»
? ژباړه: د هشام له پلار څخه روایت دی خلکو به د حضرت عایشې رضی الله عنه د نوبت په ورځ پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته ډالۍ استولې. حضرت عایشې رضی الله عنه وفرمایل: زما ملګرې (یعنی د پیغمبر نورې میرمنې) د ام سلمه په کور کې راغونډې شوې وې او ویې فرمایل: اې ام سلمه! په الله قسم! خلکو د عایشې د نوبت په ورځ هغه ته ډالۍ استولې او زموږ هم ډالۍ (یعنې تحفې وغيره) خوښيږي لکه څرنګه چې د عایشې خوښيږي. تاسې باید رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ووایاست چې خلکو ته ووايي چې خپلې تحفې هغه وخت هم را ولېږي کله چې د هرې یوې بلې نوبت وي (معنا د نورو په نوبت کې هم). ام سلمه دغه خبره رسول الله ته وکړه او رسول الله مبارک خپل مخ ورڅخه وګرځولو او چې کله بېرته د ام سلمه خوا ته راغئ نو هغې دا خبره بیا ورته تکرار کړه او رسول الله بیا خپل مخ ورڅخه وګرځولو، ام سلمه په درېیم ځل بیا همدا خبره ورته تکرار کړه نو رسول الله مبارک وفرمایل: او ام سلمه! عايشې ته په زیان رسولو ما مه ځوروه (معنا حضرت عايشې ته په زیان اړولو زه ځورېږم) په الله قسم چې پر ما هېڅکله هم وحیې نه ده نازله شوې چې کله زه تاسې (هرې یوې مېرمنې) سره په کمپله (بړستن) کې وم مګر دا چې کله له حضرت عایشې رض سره وم.
- ? لومړی ماخذ: صحيح البخاري حدیث (كتاب فضائل أصحاب النبى – باب فَضْلِ عَائِشَةَ رضى الله عنها) ۳۷۷۵
- ? دویم ماخذ: صحيح البخاري ۶۲ کتاب ۱۲۲حديث
- ? درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۵ ټوک ۵۷ کتاب ۱۱۹ حديث
- ? ورته روایت په سنن نسايي (كتاب عشرة النساء – باب حُبِّ الرَّجُلِ بَعْضَ نِسَائِهِ أَكْثَرَ مِنْ بَعْضٍ) ۳۹۵۰ حديت کې هم راغلی
له دې خبرو اورېدو سره د عرفان تر څنګ زما ايمان هم سخت په جوش راغئ او بې اختیاره د سبحان الله ناره مې له خولې ووته او بیا لاړم په مسنونو اذکارو مې شروع وکړه.