د تبليغ نهه دېرشمه ورځ – رسول الله مبارک خپله ژبه د حسن په خوله کې ورکړه

پرون ماسپښين زموږ د تبليغ یوه ملګري خپل کوچنی زوی جومات ته راوستی وو د جمعې د لمانځه لپاره، د جومات امام وېل صديقه صیب دا څومره ګلالی ماشوم دی او بیا یې ماشوم ته ورغږ کړل چې د ده خوا ته راشي.

ماشوم چې د امام صیب خوا ته راغئ نو امام صیب ماشوم څو کرته په دا خوله خوله مچو کړ او بیا یې خپله ژبه د هغه په خوله کې ورکړه.

شېخ ور غږ کړل وېل دا څه کوې امام صیب دا ماشوم مريضوې په دې کار او دا خپله ژبه دې ولې د ماشوم په خوله کې ورکړه؟

امام صیب وېل ماته د رسول الله مبارک حديث را یاد شو کوم چې هغه د حس په خوله کې خپله مبارکه ژبه ورکړې وه او ویل یې د رسول الله مبارک له ماشومانو سره بې ساري مينه مې سترګو ته و درېده.

شېخ وېل خبره دې سمه ده خو هغه د الله رسول وو او تاته لازمه نه ده چې د هغه هر عمل تکرار کړې ځکه ته پيغمبر نه یې او ډېر داسې کارونه دي چې یوازې پيغمبرانو ته یې اجازه شته او بس.

ما وېل شېخ صیب دا امام د څه شي په اړه خبرې کوي زما خو هېڅ سر خلاص نه شو.

شېخ وېل صديقه! امام صیب د رسول الله مبارک دغه حديث شريف ته اشاره کړې او بیا یې دا حديث موږ ته بیان کړ:

? حَدَّثَنَا إِبْرَاهِيمُ بْنُ الْمُنْذِرِ قَالَ: حَدَّثَنِي ابْنُ أَبِي فُدَيْكٍ قَالَ: حَدَّثَنِي هِشَامُ بْنُ سَعْدٍ، عَنْ نُعَيْمِ بْنِ الْمُجْمِرِ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: مَا رَأَيْتُ حَسَنًا قَطُّ إِلاَّ فَاضَتْ عَيْنَايَ دُمُوعًا، وَذَلِكَ أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم خَرَجَ يَوْمًا، فَوَجَدَنِي فِي الْمَسْجِدِ، فَأَخَذَ بِيَدِي، فَانْطَلَقْتُ مَعَهُ، فَمَا كَلَّمَنِي حَتَّى جِئْنَا سُوقَ بَنِي قَيْنُقَاعٍ، فَطَافَ فِيهِ وَنَظَرَ، ثُمَّ انْصَرَفَ وَأَنَا مَعَهُ، حَتَّى جِئْنَا الْمَسْجِدَ، فَجَلَسَ فَاحْتَبَى ثُمَّ قَالَ: أَيْنَ لَكَاعٌ؟ ادْعُ لِي لَكَاعًا، فَجَاءَ حَسَنٌ يَشْتَدُّ فَوَقَعَ فِي حِجْرِهِ، ثُمَّ أَدْخَلَ يَدَهُ فِي لِحْيَتِهِ، ثُمَّ جَعَلَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم يَفْتَحُ فَاهُ فَيُدْخِلُ فَاهُ فِي فِيهِ، ثُمَّ قَالَ: اللَّهُمَّ إِنِّي أُحِبُّهُ، فَأَحْبِبْهُ، وَأَحِبَّ مَنْ يُحِبُّهُ.

? ژباړه: حضرت ابو هریرة رض روایت کوي چې ما هېڅکله حسن نه دی ليدلی پرته له دې چې سترګې مې له اوښکو ډکې شوي وي. هغه ځکه چې رسول الله ص یوه ورځ بهر ووتلو او ما په جومات کې وليد. هغه زما لاسونه ونيول او زه ورسره روان شوم. هغه تر هغو هېڅ خبرې ونه کړې تر څو چې موږ د بني قینقاع بازار (مارکېټ) ته ورسېدو. هغه وګرځېد او شاوخوا یې وکتل. بیا هغه روان شو او زه هم ورسره روان شوم تر هغو چې جومات را ورسېد. هغه مبارک کښېناست او ځان یې په جامو کې  پټ کړ بیا یې وفرمایل هغه کوچنی چېرې دی؟ هغه کوچنی ماته راوله. حسن په مڼده راغئ او غېږې ته یې ور ټوپ کړل. بیا یې خپل لاسونه د رسول الله مبارک په ږيره کې ووهل. بیا رسول الله مبارک د هغه خوله خلاصه کړه او خپله مبارکه ژبه یې د هغه په خوله کې ورکړه. بیا یې وفرمایل. يا الله زه ورسره مينه لرم، نو مينه ورسره لرم او له هغو سره چې مينه ورسره کوي.

  • ? لومړی ماخذ: الأدب المفرد (باب الجلوس والاستلقاء) ۱ کتاب ۱۱۸۳ حديث
  • ? دویم ماخذ: : الأدب المفرد انګليسي ۴۸ کتاب حديث ۱۱۸۳

ښه وو چې د ماشوم د پلار امام صیب ته پام نشو کنه لویه لانجه به ترې جوړه شوې وی.

اړوند مطلب

د تبليغ اته دېرشمه – ونې رسول الله ته خبر ورکړی وو

سهار له ناشتې وروسته زه بهر د جومات انګړ ته ووتم تر څو لږ تازه …

خپل آند راسره شريک کړئ