د تبليغ نولسمه ورځ – په تناسلي آله د ښي لاس وهل منع دي


پرون مازديګر له عرفان څخه جمه تېره شوې وه او د جومات په انګړ کې یوازې په لمانځه ولاړ وو، زه د شېخ الحديث او د جومات له امام سره ناست وم او بنډار مو کولو.

عرفان په لمانځه کې د خپلو پښو منځ ګرولو ښايي خارښت به یې کولو نو چې څنګه له لمانځه څخه خلاص شو نو د جومات امام ورته ووېل ورشه له سره اودس وکړه ځکه ستا لمونځ ونشو؟

عرفان په حیرانتیا ورته ووېل ولې مولانا صیب په څه وجه بېرته اودس را باندې کوې؟

امام ورته وویل لومړی خو دې خپل ښی لاس په خپله عورت ووهلو او بیا یې د رسول الله مبارک دغه حديث شريف ورته بیان کړ:

? حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ أَبِي عُمَرَ الْمَكِّيُّ، حَدَّثَنَا سُفْيَانُ بْنُ عُيَيْنَةَ، عَنْ مَعْمَرٍ، عَنْ يَحْيَى بْنِ أَبِي كَثِيرٍ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِي قَتَادَةَ، عَنْ أَبِيهِ، أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم نَهَى أَنْ يَمَسَّ الرَّجُلُ ذَكَرَهُ بِيَمِينِهِ.

? ژباړه: له عبدالله بن ابي قتاده څخه روایت چې رسول الله (صلی الله علیه و سلم) په تناسلي آلې د ښي لاس وهل (لمس کول) منع کړي.

  • ? لومړی ماخذ: جامع ترمذي (كتاب الطهارة عن رسول الله ص – باب مَا جَاءَ فِي كَرَاهَةِ الاِسْتِنْجَاءِ بِالْيَمِينِ) حدیث ۱۵
  • ? دویم ماخذ: جامع ترمذي ۱ کتاب ۱۵ حديث
  • ? درېیم ماخذ: صحيح مسلم (كتاب الطهارة – باب النَّهْىِ عَنْ الاِسْتِنْجَاءِ، بِالْيَمِينِ) حديث ۲۶۷

بیا یې د رسول الله مبارک دغه دویم حديث شريف ورته بیان کړ او امام صیب جومات ته ننوتلو:

? عَنْ بُسْرَةَ بِنْتِ صَفْوَانَ، أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قَالَ «مَنْ مَسَّ ذَكَرَهُ فَلاَ يُصَلِّ حَتَّى يَتَوَضَّأ»

? ژباړه: له بسره بنت صفوان څخه روایت دی چې رسول الله (صلی الله علیه و سلم) فرمايلي هر چا چې په خپله تناسلي آله لاس ووهلو نو باید تر هغې لمونځ ونه کړي چې اودس یې نه وي کړی.

  • ? لومړی ماخذ: جامع ترمذي (كتاب الطهارة عن رسول الله ص – باب الْوُضُوءِ مِنْ مَسِّ الذَّكَرِ) حدیث ۸۲
  • ? دویم ماخذ: جامع ترمذي ۱ کتاب ۸۲ حديث
  • ? درېیم ماخذ: سنن نسايي (كتاب الغسل والتيمم- باب الْوُضُوءِ مِنْ مَسِّ الذَّكَرِ) حديث ۲۶۷

شېخ الحديث ورته وویل دا زموږ امام ډېر افراطي دی او ما نه غوښتل چې خوله ورسره واچوم کنه ماته هم په دې مورد حديث شریف مالوم دی او بیا یې عرفان ته دغه مبارک حديث بیان کړ:

? وَعَنْ طَلْقِ بْنِ عَلِيٍّ – رضى الله عنه – قَالَ «قَالَ رَجُلٌ: مَسَسْتُ ذَكَرِي أَوْ قَالَ اَلرَّجُلُ يَمَسُّ ذَكَرَهُ فِي اَلصَّلَاةِ, أَعَلَيْهِ وُضُوءٍ؟ فَقَالَ اَلنَّبِيُّ – صلى الله عليه وسلم «لَا, إِنَّمَا هُوَ بَضْعَةٌ مِنْكَ»

? ژباړه: له طلق بن علي څخه روایت دی چې یو شخص وویل ما په خپله تناسلي آله لاس ووهلو نو ایا یو شخص باید د لمانځه په وخت کې په تناسلي آله لاس وهلو بیا اودس تازه کړي؟ رسول الله صلی الله علیه و سلم) وفرمايل نه! ځکه چې هغه ستا د بدن یو غړی دی.

  • ? لومړی: ماخذ: بلوغ المرام (كتاب الطهارة – باب نواقض الوضوء) ۷۲ حديث
  • ? دویم ماخذ: بلوغ المرام ۱ کتاب ۸۲ حديث
  • ? درېیم ماخذ: انګليسي بلوغ المرام ۱ کتاب ۷۸ حديث
  • ? څلورم ماخذ: رواه أبو داود (۱۸۲ و ۱۸۳)، والنسائي (۱۰۱)، والترمذي (۸۵)، وابن ماجه (۴۸۳)، وأحمد (۴۳)، وابن حبان (۲۰۷ موارد)

عرفان ته یې وېل هېڅ خبره نشته او بېرته اودس کولو ته حاجت نشته ځکه ستا عورت ستا د وجود یوه برخه ده.

د شېخ الحديث او د جومات د امام ترمنځ د احاديثو په اختلاف کې عرفان او زه هک پک حيران شوو چې اوس د کوم یوه ومنو؟ بس زه نور ترې ولاړم د اودس تازه کولو لپاره ځکه چې ماښام ته وخت کم پاتې وو.

اړوند مطلب

د تبليغ نهه دېرشمه ورځ – رسول الله مبارک خپله ژبه د حسن په خوله کې ورکړه

پرون ماسپښين زموږ د تبليغ یوه ملګري خپل کوچنی زوی جومات ته راوستی وو د …

خپل آند راسره شريک کړئ