پرون مازدیګر زه، عرفان او شېخ الحديث د څو کسانو سره یو ځای د ګشت لپاره ووتلو او زموږ سره یو بل کس هم شريک شو چې نوم یې احمد قريشي وو، ډېر عجيبه او ګډوډ حرکتونه یې کول چې له حرکتونو څخه یې نورمال انسان نه ښکاره کېدو، موږ د یوه هندو کور ته د تبليغ لپاره ورغلو، یو ساعت مو هغه ته د ايمان او یقين خبرې وکړې خو چندان اثر یې پرې ونه کړ او داسې ښکارېدو چې هندو کافر زموږ خبرې په یوه غوږ اورېدې او تر بل غوږ یې ايستلې، شېخ وېل ځئ نور ځو چې د ماښام لمنځونه رانه قضا نشي. کله چې جومات ته نيږدې کېدو نو احمد عرفات ته وايي دلته به لږ اوبه پيدا نشي چې غسل ورباندې وکړم؟
- عرفان وېل په دې مازديګر کې غسل؟
- وېل تا خو زما سره یو ځای د ماسپښين او مازديګر لمنځونه هم په جمه وکړل نو ته بیا څه وخت جنوب شوې چې د غسل خبرې کوې؟
- احمد وېل نه پوهېږم خو داسې احساس کوم چې زه جنوب یم او باید غسل وکړم.
شېخ الحديث چې دا خبرې وارېدې نو وېل په احمد قریشي باندې کوم چا جادو یا سحر کړی او کفارو تل کوښښ کړی چې په مسلمانانو جادو وکړي او حتا په رسول الله مبارک هم څو کرته جادو شوې وه او بیا یې د دې خبرې د اثبات لپاره دغه مبارک حديث شريف موږ ته بیان کړ:
? حَدَّثَنِي عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مُحَمَّدٍ، قَالَ سَمِعْتُ ابْنَ عُيَيْنَةَ، يَقُولُ أَوَّلُ مَنْ حَدَّثَنَا بِهِ ابْنُ جُرَيْجٍ، يَقُولُ حَدَّثَنِي آلُ، عُرْوَةَ عَنْ عُرْوَةَ، فَسَأَلْتُ هِشَامًا عَنْهُ فَحَدَّثَنَا عَنْ أَبِيهِ، عَنْ عَائِشَةَ ـ رضى الله عنها ـ قَالَتْ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم «سُحِرَ حَتَّى كَانَ يَرَى أَنَّهُ يَأْتِي النِّسَاءَ وَلاَ يَأْتِيهِنَّ»
? ژباړه: له حضرت عایشې رض څخه روایت دی چې په رسول الله (صلی الله علیه و سلم) باندې جادو (سحر) شوی وو او هغه به داسې فکر کولو چې له خپلو مېرمنو (ښځو) سره یې جنسي اړيکې نيولې په داسې حال کې چې هغه به دا کار نه وو کړی.
- ? لومړی ماخذ: صحيح البخاري (كتاب الطب – باب هَلْ يَسْتَخْرِجُ السِّحْرَ) حدیث ۵۷۶۵
- ? دویم ماخذ: صحيح البخاري ۶۷ کتاب ۷۹ حديث
- ? درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۷ ټوک ۷۱ کتاب ۶۶۰ حديث
بیا شېخ الحديث درې ځله چهار قل او آیت الکرسي په احمد باندې چوف کړل او شېخ د اوداسه تازه کولو لپاره تشناب ته لاړ، زه او عرفان جومات ننوتلو.