د تبليغ څلورمه ورځ (سهار): ښځې لکه د مينځې غوندې مه وهئ


د پرونۍ قضیې په تړاو نن سهار له بیان وروسته شېخ زما خوا ته راغئ وېل ګوره صديقه! موږ ښځو ته ډېر احترام لرو او زه دا نه وایم چې خلک دې خپلې ښځې ووهي، خو د مجبورۍ په حالت کې تاسې کولای شئ خپلې ښځې ووهئ مګر داسې نه لکه د مينځو په څېر چې بیا د ورځې په پای کې له وهلو وروسته کوروالی (جماع) هم ورسره وکړئ.

  • ما وېل شېخ صیب دا څه وایې؟
  • آیا مينځې انسانانې او د خدای بنده ګانې نه دي؟
  • ما وېل ایا دا مينځې یوازې د وهلو او کوروالي لپاره وې چې تاسې داسې خبره کوئ؟

وېل هو! ځکه هغوی د کوپارو ملکیت دی بیا یې د ښځو د وهلو په اړه د رسول الله مبارک دغه حديث شریف راته بیان کړ:

? حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ يُوسُفَ، حَدَّثَنَا سُفْيَانُ، عَنْ هِشَامٍ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ زَمْعَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ «لاَ يَجْلِدُ أَحَدُكُمُ امْرَأَتَهُ جَلْدَ الْعَبْدِ، ثُمَّ يُجَامِعُهَا فِي آخِرِ الْيَوْمِ»
? ژباړه: له حضرت عبدالله بن زمعه څخه روایت دی چې رسول الله ص فرمايلي «له تاسې څخه هېڅ یو باید خپله ښځه (مېرمن) لکه د غلامې (مينځې) په څېر په قمچينه ونه وهي او بیا د ورځې په پای کې جنسي اړيکه ورسره ونيسي.»

  • ? لومړی ماخذ: صحيح البخاري (كتاب النكاح – باب مَا يُكْرَهُ مِنْ ضَرْبِ النِّسَاءِ وَقَوْلِهِ «وَاضْرِبُوهُنَّ» ضَرْبًا غَيْرَ مُبَرِّحٍ) حدیث ۵۲۰۴
  • ? دویم ماخذ: صحيح البخاري ۶۷ کتاب ۱۳۸ حديث
  • ? درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۷ ټوک ۶۲ کتاب ۱۳۲ حديث

ملګرو پام کوئ چې کله وهل کوئ نو خپلې مېرمنې د مينځو په څېر ونه وهئ.

اړوند مطلب

د تبليغ نهه دېرشمه ورځ – رسول الله مبارک خپله ژبه د حسن په خوله کې ورکړه

پرون ماسپښين زموږ د تبليغ یوه ملګري خپل کوچنی زوی جومات ته راوستی وو د …

خپل آند راسره شريک کړئ