ماښام د عرفان یوه ملګري (ساجد) جومات ته ډوډۍ راوړې وه، عرفان زما مخې ته یو قاب وريجې او غوښته کېښوده، ما چې د غوښې مزه وڅکله نو ډېره بېخونده وه او عرفان ته مې ووېل چې عرفانه بچی زه خو ډاکټرانو له غوښې پرهېز کړی یم نو زه به یوازې همدا وريجې وخورم.
شېخ الحديث د ظالم بچي داسې بې خاره د غوښې څخه ډک قاب ته لګېدلی وو چې هېڅ ری یې هم پکښې نه وهلو.
د عرفان ملګري ساجد وېل شېخ صیب بښنه دې وي که چېرې د غوښې خوند لږ بدل غوندې وي ځکه دا یوه هفته وشوه چې یخچال مې خراب شوی او دا غوښه مې تېره هفته اخيستې وه او په نن او سبا کې دا دی هفته پرې تېره شوه او ايله نن ورته برابر شوم چې پخه یې کړم.
شېخ وېل ولې مېرمن دې کور نشته چې درته پخه کړې یې وی؟
ساجد وېل نه شېخ صیب ځکه مېرمنې مې سخت خیانت راسره وکړ او را څخه لاړه، وېل زه د پخلي په جوړولو کې چندان تکړه هم نه یم خو دا غوښه مې د ثواب لپاره پخپله په خپلو لاسونو پخه کړه.
شېخ وېل خانه خرابه نو دا دې ولې په لومړي سر کې نه راته ویل چې پرما دې ټوله خوسا (سخا) شوې غوښه وخوړه او اوس دا خبره راته کوې، بیا یې درې کرته لعنت په یهودانو ووېل.
ما وېل شېخ صیب نو په دې کې د یهودانو خوارانو څه غلطي ده چې ته پر هغوی لعنتونه وایې؟ ما وېل خوسا (سخا) غوښه درته ساجد راوړې او لعنتونه پر یهودانو وایې نو دا بیا کوم انصاف شو؟
وېل صديقه! که چېرې دا منحوسه یهودان نه وی نو نن به دا غوښې هم نه خرابېدې او بیا یې ووېل کور دې د حوا انا هم ړنګ نه شي که چېرې هغه نه وی نو نن به له ساجد سره د هغه مېرمنې هم خیانت نه کولو او بیا دغه مبارک حديث شريف موږ ته بیان کړ:
? حَدَّثَنَا بِشْرُ بْنُ مُحَمَّدٍ، أَخْبَرَنَا عَبْدُ اللَّهِ، أَخْبَرَنَا مَعْمَرٌ، عَنْ هَمَّامٍ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ـ رضى الله عنه ـ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم نَحْوَهُ يَعْنِي «لَوْلاَ بَنُو إِسْرَائِيلَ لَمْ يَخْنَزِ اللَّحْمُ، وَلَوْلاَ حَوَّاءُ لَمْ تَخُنْ أُنْثَى زَوْجَهَا»
? ژباړه: له حضرت ابو هریرة رض څخه روایت دی چې نبي کريم ص فرمایلي، که چېرې بني اسرائيل نه وی نو هېڅکله به غوښه نه خرابېده او که چېرې بي بي حوا نه وی نو هېڅکله به مېرمنو (ښځو) له خپلو خاوندانو (مېړونو) سره خیانت نه کولو.
- ? لومړی ماخذ: صحيح البخاري ) كتاب أحاديث الأنبياء – بَابُ خَلْقِ آدَمَ صَلَوَاتُ اللَّهِ عَلَيْهِ وَذُرِّيَّتِهِ) حدیث ۳۳۳۰
- ? دویم ماخذ: صحيح البخاري ۶۰ کتاب ۵ حديث
- ? درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۴ ټوک ۵۵ کتاب ۵۴۷ حديث
ما او عرفان بیا ووېل سبحان الله او بیا مې شېخ صیب ته ویل نو چې دا خبره ده او رسول الله مبارک دا خبره کړې نو بیا خو د بلې خبرې ګنجایش پکښې نشته او ما هم یو سپک لعنت په یهودانو ور وشړلو، عرفان وېل صديق صیب په بي بي حوا هم لعنت ور وشړو او کنه ځکه چې له ادم ع سره یې خیانت کړی وو؟
ما چوپ شه غرق نشې هغه خو د ټولو انسانانو مور وه بیا د بابا ادم ع له چپې پوښتۍ هم پيدا شوې نو په خپله مور څوک لعنت وايي؟ له همدې سره عرفان غلی شو او زه بهر ووتلم چې د ماخوستن د لمانځه لپاره اودس تازه کړم.