د تبليغ څلوېښتمه شپه (الوداع) – نبي کريم ص به د ورځې تر اویا ځله ډېر توبه ايستله


پرون ماښام چې کله د شېخ الحديث په بیان زموږ ايمانونه تازه شول نو د تبليغ په اخره ورځ شېخ خورا احساساتي وو او سترګې یې له اوښکو ډکې ډکې کېدې او په خورا ژړه غوندي اواز یې ووېل وروڼو د الله پاک او نبي کريم صیب له برکته دا دی موږ خپله چېله پای ته ورسوله او وېل دا د شکر ځای دی چې موږ په دې وتوانېدو چې په دغه څلوېښتو ورځو کې د خلکو ايمانونه او یقين د سهار د ګل په څېر تازه کړو او دا چې موږ خپلې ټولې کورنۍ د الله او د هغه د نبي رسول الله ص لپاره شاته پرې ايښي او صرف د اسلام د حقيقي دعوت لپاره راوتلي یو نو الله پاک به موږ ته د دې ټولو تکليفونو اجرونه په هاغه دونیا راکوي.

بیا شېخ وېل موږ ډېر خوشبخته یو چې د خپلې چېلې په دوران کې مو لږ تر لږه څلوېښت احاديث تر خپل مسلمانانو وروڼو ور ورسول او بیا یې د څلوېښتو احاديث په اړه دغه مبارک حديث راته بیان کړ:

? مَن حَفِظَ عَلي ا ُمُتِي اَربَعِينَ حَدِيثًا فِي ا َمرِ دِينِهَا بَعَثَهُ اللهُ َفِقيهًا وَ كُنتُ لَه يَومَ الِقيَامَةِ شَاهِدًا وَشَهيدًا.

? ژباړه: څوک چي زما د امت د ديني ګټو دپاره څلوېښت حديثونه جمع کړي (راټول يا يي ياد کړي او نورو خلکو ته يي ورسوي) الله تعالي به هغه سړی د قيامت په ورځ فقيه راپورته کړي، زه به خپله د ده شفاعت وکړم او خپله به د هغه شاهد شم.

  • ? ماخد: رواه (ترمذي)

عرفان وېل شېخ صیب په دې حساب خو ستاسې، زما او د صديق کاکا شفاعت ګرنټي دی ځکه تر څلوېښتو څخه ډېر حديثونه مو پروسږ کال تر خلکو ورسول او تر پنځوسو ډېر مو دا ځل او په دې توګه ټول ټال مو تر سلو ډېر صحيح او مستند احاديث تر خلکو رسولي او د خلکو ايمانونه مو پرې خړوب کړي.

شېخ وېل هغه خبره خو مو سمه ده خو بیا هم توبه او استغفار باید هره شېبه ووایو او وېل حتا رسول الله مبارک به چې هر کله وزګاره کېدو نو توبې به یې ايستلې او چې بل کار به یې نه درلود نو د الله پاک دربار ته به یې توبې او استغفار شروع کړل او بیا یې دغه مبارک حديث شريف موږ ته بیان کړ:

? حَدَّثَنَا أَبُو الْيَمَانِ، أَخْبَرَنَا شُعَيْبٌ، عَنِ الزُّهْرِيِّ، قَالَ أَخْبَرَنِي أَبُو سَلَمَةَ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ، قَالَ قَالَ أَبُو هُرَيْرَةَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ «وَاللَّهِ إِنِّي لأَسْتَغْفِرُ اللَّهَ وَأَتُوبُ إِلَيْهِ فِي الْيَوْمِ أَكْثَرَ مِنْ سَبْعِينَ مَرَّةً»

? ژباړه: له حضرت ابو هریرة رض څخه روایت دی چې له رسول الله مبارک څخه مې اورېدلي چې ویل یې په الله قسم چې زه هره ورځ تر اویا ځله څخه ډېر استغفار وایم او توبه کوم.

  • ? لومړی ماخذ: صحيح البخاري (كتاب الدعوات – باب اسْتِغْفَارِ النَّبِيِّ ص فِي الْيَوْمِ وَاللَّيْلَةِ) حدیث ۶۳۰۷
  • ? دویم ماخذ: صحيح البخاري ۸۰ کتاب ۴ حديث
  • ? درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۸ ټوک ۷۵ کتاب ۳۱۹ حديث

عرفان وېل شېخ صیب آیا رسول الله مبارک ډېر ګناهکار وو او ډېرې ګناوې یې کړې وې که څنګه دومره زیاتې توبې یې ايستلې؟

شېخ وېل چوپ شه ګستاخه رسول الله مبارک له هر ډول ګناهونو څخه پاک وو، وېل قسمت دې ښه دی چې زموږ د تبليغ وروستۍ ورځ ده کنه زه به دې خوښ شوی وی.

خدای شته نن سهار چې له جوماته راوتم نو ټولو راپسې ژړل په تېره بیان عرفان او وېل داسې نامي تبليغ موږ په ټول ژوند نه وو کړی، زموږ د ګروپ تقريباً ټولو وېل چې ته ځې نو موږ هم نور په تبليغ کې نه پاتې کېږو او کوم چې له ما وروسته راغلي وو هغوی هم خپلې بسترې را واخيستې او خپلو کورونو ته روان شول.

ملګرو هيله ده چې د چېلې په دوران کې ستاسې ايمانونه تازه شوي وي او یو څو مبارک احاديث شريف مو زده کړي وي او مننه چې تر دا دمه مو زما ملتیا وکړه.

اوس عرفان راپسې شله دی چې یو څو ورځې له شېخ القرآن سره هم تېرې کړم، خو لا هم فکر پرې کوم.

اړوند مطلب

د تبليغ اته دېرشمه – ونې رسول الله ته خبر ورکړی وو

سهار له ناشتې وروسته زه بهر د جومات انګړ ته ووتم تر څو لږ تازه …

خپل آند راسره شريک کړئ