د تبليغ څلوېښتمه ورځ – د اوښ په متیازو کې شفا ده


نن سهار له ناشتې وروسته زه له عرفان او شېخ الحديث سره بهر ووتم تر څو لږ پیاده روي وکړو، په لاره کې یو هندو په مخه راغئ چې د غوا شاته ولاړ وو او د غوا متيازو ته یې ګيلاس نيولي وو او هغه یې داسې په خوند څښلې لکه د انګورو اوبه یا هم د روح افزا شربت.

شېخ یې خوا ته ورغئ او ورته ویل یې يق توو لانت پر تاسې جاهلانو دا د غوا متيازې ولې څښئ؟

هندو وېل ایا دا تاسې مسلمانان د اوښ میتازې نه څښئ چې موږ ته دا خبره کوئ؟

ما ور غږ کړ نه! ما وېل زه خو یې ولا که په خوب کې لا وڅښم او موږ مسلمانان هېڅکله داسې ګنده او مردار خور کار نه کوو.

هندو وېل ولې خپل حديثونه مو هېر شوي چې دا خبره کوئ؟

ما شېخ ته غږ کړ ما وېل دا د هندو بچی څه ګډې وډې وايي شېخ صیب ايا په دې اړه په ريښتیا هم کوم حديث شته چې موږ دې د اوښ متیازې وڅښو؟

شېخ وېل دغه جاهل اوس دا مرداره او ناولې غوا له اوښانو سره برابروې؟

له دې سره نور موږ ترې روان شوو ما وېل چې جنګ جوړ نشي، وروسته په لاړه کې مې وېل شېخ صیب ایا د هغه هندو خبره ريښتیا ده؟

شېخ وېل هو صديقه! په دې مورد ګڼ شمېر احاديث شته خو د اوښ په میتازو کې الله پاک لویه شفا اچولې خو دا د جاهل بچی هندو اوس د غوا هغه مردارې متیازې د اوښ له متیازو سره برابروي او بیا یې دغه مبارک حديث شريف موږ ته بیان کړ:

? حَدَّثَنَا الْحَسَنُ بْنُ مُحَمَّدٍ الزَّعْفَرَانِيُّ، حَدَّثَنَا عَفَّانُ، حَدَّثَنَا حَمَّادُ بْنُ سَلَمَةَ، أَخْبَرَنَا حُمَيْدٌ، وَثَابِتٌ، وَقَتَادَةُ، عَنْ أَنَسٍ، أَنَّ نَاسًا، مِنْ عُرَيْنَةَ قَدِمُوا الْمَدِينَةَ فَاجْتَوَوْهَا فَبَعَثَهُمُ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم فِي إِبِلِ الصَّدَقَةِ وَقَالَ «اشْرَبُوا مِنْ أَبْوَالِهَا وَأَلْبَانِهَا»

? ژباړه: حضرت انس رض روایت کوي چې ځينې خلک له عرینه څخه مدينې منورې ته راغلل او دوی د مدينې د موسم په وجه ناروغه شول. نو رسول الله مبارک هغوی ته یو څو اوښان د صدقې په توګه ور ولېږل او ورته ویې فرمایل: د دې اوښانو شيدې او متیازې وڅښئ.

  • ? لومړی ماخذ: جامع ترمذي (كتاب الأطعمة عن رسول الله ص- باب مَا جَاءَ فِي شُرْبِ أَبْوَالِ الإِبِلِ) حدیث ۱۸۴۵
  • ? دویم ماخذ: جامع ترمذي ۲۵ کتاب ۶۱ حديث
  • ? درېیم ماخذ: جامع ترمذي انګليسي ۳ ټوک ۲۳ کتاب ۱۸۴۵ حديث

شېخ وېل ورته واقعه په صحيح بخاري (كتاب الطب – باب الدَّوَاءِ بِأَبْوَالِ الإِبِلِ) حديث ۵۶۸۶ او سنن ابن ماجه (كتاب الطب) ۳۱ کتاب ۳۶۳۲ حديث کې هم ذکر شوې.

عرفان ته مې وېل بچی ته ورشه یو د پېپسي بوتل راته راوړه ځکه دا زړه مې داسې بد بد کيږي چې دا ولې، شېخ له خبرو وروسته جومات ته لاړ او ما چې کله د پېپسي بوتل وڅښلو نو وروسته بیا زه او عرفان هم جومات ته ورغلو.

اړوند مطلب

د تبليغ اته دېرشمه – ونې رسول الله ته خبر ورکړی وو

سهار له ناشتې وروسته زه بهر د جومات انګړ ته ووتم تر څو لږ تازه …

خپل آند راسره شريک کړئ