پرون مازديګر موږ د ګشت پر ځای د چهار منار حکومتي روغتون ته ولاړو تر څو د ناروغانو عیادت وکړو او د نبي کريم ص سنت پر ځای کړو، هلته په کټ کې د یوه ځوان خورا چيغې او فریادونه راتلل، ما شېخ ته وېل لکه چې دا مسکين خورا په تکليف کې دی راځه چې پوښتنه یې وکړو او تر څنګ به یې دوعا هم ورته وکړو.
موږ چې کله د دې ځوان خوا ته ورغلو او تعرف مو ورسره وکړ نو خپل نوم یې اکبر علي راته معرفي کړ خو ویل یې خلک له نازه چوټو بهايي راته وايي، چې ومې کتل نو سړی له نامه ښکته په وينو سور لړلی وو. بیا موږ پوښتنه ترې وکړه چې دا څه قضیه ده او ولې دې نيم بدن په وينو لړلی؟
اکبر وېل له تاسې به اوس دا کيسه څه پټوم وېل زموږ په کوڅه کې یوه هندوه نجلۍ تېرېده او شیطان لعين پر ما غلبه وکړه او له هغه نجلۍ څخه مې په زور یوه مچو واخيسته، وېل وروسته چې بیا خبر شوم هغه د یوه بدماش هندو خور وه او هغه را پسې راغئ او زما تناسلي آله یې را څخه پرې کړه.
په دې وخت کې شېخ الحديث وېل ځوانه ته استثنا نه یې بلکې دا ډول پېښې حتا د رسول الله ص په زمانه کې له یوه صحابي سره هم شوي او بیا یې دغه مبارک حديث شریف ورته بیان کړ:
? حَدَّثَنَا رَجَاءُ بْنُ الْمُرَجَّى السَّمَرْقَنْدِيُّ، حَدَّثَنَا النَّضْرُ بْنُ شُمَيْلٍ، حَدَّثَنَا أَبُو حَمْزَةَ الصَّيْرَفِيُّ، حَدَّثَنِي عَمْرُو بْنُ شُعَيْبٍ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ جَدِّهِ، قَالَ جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم صَارِخًا فَقَالَ لَهُ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم «مَا لَكَ» قَالَ سَيِّدِي رَآنِي أُقَبِّلُ جَارِيَةً لَهُ فَجَبَّ مَذَاكِيرِي . فَقَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم «عَلَىَّ بِالرَّجُلِ» فَطُلِبَ فَلَمْ يُقْدَرْ عَلَيْهِ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم «اذْهَبْ فَأَنْتَ حُرٌّ». قَالَ عَلَى مَنْ نُصْرَتِي يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ يَقُولُ أَرَأَيْتَ إِنِ اسْتَرَقَّنِي مَوْلاَىَ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم «عَلَى كُلِّ مُؤْمِنٍ أَوْ مُسْلِمٍ».
? ژباړه: عمرو بن شعیب له خپل پلار څخه روایت کوي چې نيکه یې ویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو سړی په چیغو او فریاد راغئ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: څه ستونزه لرې (څه خبره ده)؟ هغه وویل: زما څېښتن (د غلام مالک) وليدم چې د هغې مينځه (ښځينه غلامه) مې ښکل (مچو) کړه نو هغه زما تناسلي آله را څخه پرې کړه. رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ځه ما هغه شخص ته وروله، هغه شخص خپل مالک ولټولو مګر پيدا یې نه کړ نو رسول الله وفرمایل: ته نور آزاد یې. هغه وويل: يا رسول الله (ص) زما ساتنه به څوک کوي؟ که چیرې زما مالک بېرته ما غلام کړي نو څه به کوم؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ستا ساتنه به د هر مومن او مسلمان په غاړه وي.
- ? لومړی ماخذ: عربي سنن ابن ماجه (كتاب الديات) ۲۱ کتاب ۲۷۸۲ حديث
- ? دویم ماخذ: انګليسي سنن ابن ماجه ۳ ټوک ۲۱ کتاب ۲۶۸۰ حديث
- ? درېیم ماخذ: سنن ابي داود (كتاب الديات – باب مَنْ قَتَلَ عَبْدَهُ أَوْ مَثَّلَ بِهِ أَيُقَادُ مِنْهُ) حديث ۴۵۱۹
- ? څلورم ماخذ: سنن ابي دواد ۴۱ کتاب ۲۶ حديث
- ? پنځم ماخذ: سنن ابي داود ۴۰ کتاب ۴۵۰۴ حديث
عرفان ورته ویل خیر په اوسني دور کې دا دومره لویه ستونزه نه ده د ساینس او طبابت په مرسته ته کولای شې چې له ډونرانو څخه لکه د پښتورګو په څېر تناسلي آله هم ځان ته ولګوې او دا نو بیا ستا په قسمت پورې اړه لري چې کوچنی او یا لوی به دې په نصيب شي خو که چېرې کوچنی دې هم په برخه شو نو له نشت نه درته ښه دی، بیا یې ویل الله پاک به د دغه ظلم په بدل کې په هغه دونیا کې تر دې غټه تناسلي آله ستا په نصیب کړي.
د عرفان د ظالم زوی په دې خبرو شېخ الحديث ته سخته خندا ورغله او نور يې ځان نشو ټينګولای نو بهر ووتلو.