د تبلیغ اتمه ورځ – په لوټه اودس ماتی کولو او پچې

زموږ سره یو کليوال بنګالی (غلام اعظم) په تبليغ کې ملګری شوی او له ځانه سره به یې کوچنۍ تېږې په جېبونو کې ګرځولې، موږ نه پرې پوهېدو چې په دې څه کوي، کله کله به یې عرفان ته هم ویل چې که په لاره وړې تيږې یا لوټې په مخه درتلې نو ماته یې راوړه ځکه چې زما په کار دي.

نن سهار د اوداسه لپاره خلک په کتار ولاړ وو او عرفان چې کله تشناب ته ننوت په غال مغال را ووتلو وېل دا کوم احمق تشناب له تيږو ډک کړی او بند کړی او دا پچې دلته څه کوي؟ وروسته بیا پوه شو چې په دې تيږو هغه بنګالي اودس ماتی کولو او د استنجا لپاره یې کارول.

عرفان ورته ووېل او بهايي صاب دا تشناب کاغذ او اوبه د څه لپاره دي چې تا په تيږو اودس وچولو او بیا دې په کموډ کې هم اچولي او هغه دې هم پرې بند کړی؟ بیا یې هغه پچې په کثافت دانۍ کې وغورځولې او وېل دا ناولي شیان دې ولې تشناب ته راوړي وو؟

غلام ووېل موږ ته ملایانو ویلي چې په لوټه او یا تيږه اودس وچول د سنت طريقه ده.

په دې وخت کې شېخ عرفان ته ووېل چې خیر غوسه کېږه مه او تر دې پچو دې ماته د رسول الله مبارک یو حديث شريف راپه یاد کړ چې حضرت عبدالله بن مسعود رض روایت کړی:

? حَدَّثَنَا أَبُو نُعَيْمٍ، قَالَ حَدَّثَنَا زُهَيْرٌ، عَنْ أَبِي إِسْحَاقَ، قَالَ لَيْسَ أَبُو عُبَيْدَةَ ذَكَرَهُ وَلَكِنْ عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ الأَسْوَدِ عَنْ أَبِيهِ، أَنَّهُ سَمِعَ عَبْدَ اللَّهِ، يَقُولُ أَتَى النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم الْغَائِطَ، فَأَمَرَنِي أَنْ آتِيَهُ بِثَلاَثَةِ أَحْجَارٍ، فَوَجَدْتُ حَجَرَيْنِ، وَالْتَمَسْتُ الثَّالِثَ فَلَمْ أَجِدْهُ، فَأَخَذْتُ رَوْثَةً، فَأَتَيْتُهُ بِهَا، فَأَخَذَ الْحَجَرَيْنِ وَأَلْقَى الرَّوْثَةَ وَقَالَ «هَذَا رِكْسٌ»

? ژباړه: له عبدالله بن مسعود رض څخه روایت دی چې رسول الله (صلی الله علیه و سلم) د رفع حاجت لپاره ولاړ او ما ته یې وویل چې درې لوټې (کاڼي یا تيږې) ورته راوړم. ما دوه لوټې پيدا کړې او په درېیمه پسې وګرځېدم (ولټېدم) خو پيدا مې نکړه نو یوه وچه پچه (د حيوان وچ فاضله مواد) مې واخيسته او هغه مې ورته راوړه. هغه مبارک دواړه لوټې واخيستې او درېیمه یې ايسته خطا کړه وېل دا ناپاک (ګنده) شی دی.

  • ? لومړی ماخذ: صحيح البخاري (كتاب الوضوء – باب لاَ يُسْتَنْجَى بِرَوْثٍ) حدیث ۱۵۶
  • ? دویم ماخذ: صحيح البخاري ۴ کتاب ۲۲ حديث
  • ? درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۱ ټوک ۴ کتاب ۱۵۸ حديث
  • ? څلورم ماخذ: سنن نسايي (كتاب الطهارة) ۱۶۱ ټوک ۱ کتاب ۴۲ حديث

د دوی بحث لا روان وو او نوبت نه وو نو زه د جومات خواکې د مندر تشناب ته ننوتم او هلته مې اودس تازه کړ ځکه چې لمونځ رانه قضا کېدو، بیا وروسته مو د شېخ په بیان ایمانونه تازه کړل.

اړوند مطلب

د تبليغ نهه دېرشمه ورځ – رسول الله مبارک خپله ژبه د حسن په خوله کې ورکړه

پرون ماسپښين زموږ د تبليغ یوه ملګري خپل کوچنی زوی جومات ته راوستی وو د …

خپل آند راسره شريک کړئ