خدای شته له پرونه راهيسې مې ډېر سخت تبیت خراب دی او ناکامورا مې یوه شېبه هم له سترګو نه وځي او ډېر زیات مې پرون ورپسې وژړل، سهار په جومات کې ډېر تنګ شوم نو د یو څو شېبو لپاره بازار ته ولاړم، هلته په بازار کې ګوپال چاچا په مخه راغئ.
ما وېل چاچا تا خو پرون وېل چې بېرته راځم او ستا خو بیا درک هم مالوم نشو؟ وېل صديق صیب زه چې کله کور ته ولاړم نو خپلې مېرمنې ته مې د شېخ خبرې وکړې او هغه وېل ښه نو که چېرې زه هم مسلمانه شم نو ما به هم سنتوي؟
ما وېل والله ما خو هېڅکله نه دي اورېدلي چې ښځې دې څوک سنت کړي خو زه به بیا هم له شېخ الحديث څخه په دې مورد پوښتنه وکړم، چې کله بېرته جومات ته ستون شوم نو د چاچا ګوپال پوښتنه مې له شېخ څخه وکړه.
شېخ وېل صديقه! د رسول الله په وخت کې به ښځې هم سنت کېدې او اوس هم په عربي هېوادونو کې د ښځو سنتي تر سره کيږي خو زموږ او ستاسې د هېوادوالو عقاید لږ خراب شوي نو ځکه دوی دا کار اوس نه کوي او یوازې دا کار یې نارينه وو ته ور پرې اېښی لاکن غوره به دا وی چې ښځو هم ځانونه سنتولی او بیا یې دغه مبارک حديث راته بیان کړ:
? عَنْ أُمِّ عَطِيَّةَ الأَنْصَارِيَّةِ، أَنَّ امْرَأَةً، كَانَتْ تَخْتِنُ بِالْمَدِينَةِ فَقَالَ لَهَا النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم «لاَ تُنْهِكِي فَإِنَّ ذَلِكَ أَحْظَى لِلْمَرْأَةِ وَأَحَبُّ إِلَى الْبَعْلِ»
? ژباړه: ام عطیه روایت کوي چې په مدينه کې یوه ښځه وه چې سنتي (ختنه) به یې کوله. رسول الله ص هغې ته وفرمایل، ډېر په بېخ یې مه غوڅوه (پرې کوه) ځکه چې دا د ښځو لپاره بهتره دی او د نارينه وو لپاره نور هم زړه غوښتی (خوش ایند) دی.
- ? لومړی ماخذ: سنن ابي داود (كتاب الأدب – باب مَا جَاءَ فِي الْخِتَانِ) حدیث ۵۲۷۱
- ? دویم ماخذ: سنن ابي داود ۴۳ کتاب ۴۹۹ حديث
- ? درېیم ماخذ: انګليسي سنن ابي داود ۴۱ کتاب ۵۲۵۱ حديث
ملګرو نن هېڅ د ډېرو پوښتنو حوصله راسره نه وه چې له شېخ څخه مې په دې مورد کړې وی بس په همدې مبارک حديث د نن لپاره اکتفا وکړئ.