پرون د مازديګر له لمانځه وروسته زه له عرفان او شېخ الحديث سره یو ځای په ګشت ووتلو، دلته معولاً غواوې په سړکونو ګرځي او شېخ الحديث یوې غوا ته مخامخ ودرېد او خبرې یې ورسره شروع کړې.
ما او عرفان حيران حيران ورته وکتل ما وېل شېخ صیب ستا تبیت نن سم دی؟ ما وېل دا څه کوې او له غوا سره ولې خبرې کوې؟
شېخ وېل دا غواګانې اوس کافرانې شوي، وېل کوشش کوم که چېرې بېرته یې په خبرو راولم، بیا یې ویل د رسول الله مبارک په زمانه کې به هغه مبارک له ونو، کاڼو، غواګانو او حتا له خپل مرکب سره هم چې يعفور نومېدو خبرې کړي خو اوس د الله پاک ټول ګونګیان کړي او بیا یې دغه مبارک حديث بیان کړ:
? حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ، حَدَّثَنَا سُفْيَانُ، حَدَّثَنَا أَبُو الزِّنَادِ، عَنِ الأَعْرَجِ، عَنْ أَبِي سَلَمَةَ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ـ رضى الله عنه ـ قَالَ صَلَّى رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم صَلاَةَ الصُّبْحِ، ثُمَّ أَقْبَلَ عَلَى النَّاسِ، فَقَالَ «بَيْنَا رَجُلٌ يَسُوقُ بَقَرَةً إِذْ رَكِبَهَا فَضَرَبَهَا فَقَالَتْ إِنَّا لَمْ نُخْلَقْ لِهَذَا، إِنَّمَا خُلِقْنَا لِلْحَرْثِ «فَقَالَ النَّاسُ سُبْحَانَ اللَّهِ بَقَرَةٌ تَكَلَّمُ.» فَقَالَ «فَإِنِّي أُومِنُ بِهَذَا أَنَا وَأَبُو بَكْرٍ وَعُمَرُ ـ وَمَا هُمَا ثَمَّ ـ وَبَيْنَمَا رَجُلٌ فِي غَنَمِهِ إِذْ عَدَا الذِّئْبُ فَذَهَبَ مِنْهَا بِشَاةٍ، فَطَلَبَ حَتَّى كَأَنَّهُ اسْتَنْقَذَهَا مِنْهُ، فَقَالَ لَهُ الذِّئْبُ هَذَا اسْتَنْقَذْتَهَا مِنِّي فَمَنْ لَهَا يَوْمَ السَّبُعِ، يَوْمَ لاَ رَاعِيَ لَهَا غَيْرِي.» فَقَالَ النَّاسُ سُبْحَانَ اللَّهِ ذِئْبٌ يَتَكَلَّمُ. قَالَ «فَإِنِّي أُومِنُ بِهَذَا أَنَا وَأَبُو بَكْرٍ وَعُمَرُ.» وَمَا هُمَا ثَمَّ. وَحَدَّثَنَا عَلِيٌّ، حَدَّثَنَا سُفْيَانُ، عَنْ مِسْعَرٍ، عَنْ سَعْدِ بْنِ إِبْرَاهِيمَ، عَنْ أَبِي سَلَمَةَ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم بِمِثْلِهِ.
? ژباړه: له حضرت ابو هریرة رض څخه روایت دی چې رسول الله ص چې کله د سهار لمونځ ادا کړ نو خلکو ته یې مخ ور واړولو او ویې فرمایل «په داسې حال کې چې یو شخص (له بني اسرائیلو) غوا روانه کړې وه نو ناڅاپه پر غوا سپور شو او ویې وهله.» غوا وویل! «موږ د دې (وهلو) لپاره نه یو پيدا شوي بلکې د ځمکو لپاره (لکه له کوهي اوبه ايستل، یا ځمکه اړول) پيدا شوي یو.» په دې وخت کې خلکو په حیرانتیا وویل سبحان الله! آیا غوا خبرې کولای شي؟ رسول الله وفرمایل «زه په دې باور لرم او ابوبکر او عمر هم په دې باور دي که څه هم له دوی څخه یو هم شتون نه درلود. یو شخص له خپلې رمې سره وو او لېوه پرې حمله وکړ او له رمې څخه یې یو دانه پسه وتښتولو نو دغه شخص په لېوه پسې منډې کړې تر څو پسه یې له لېوه څخه وژغورلو. لېوه ورته وویل! تا خو زما څخه (پسه) وژغورلو مګر هغه ورځ به یې څوک له ځنګلي ځناورو څخه ژغوري کومه ورځ چې د ژغورلو لپاره یې هېڅ شپون هم موجود نه وي پرته له ما. خلکو وویل سبحان الله! آیا لېوه خبرې کولای شي؟ رسول الله وفرمایل «مګر زه په دې باور لرم او ابوبکر او عمر هم په دې باور لري که څه هم له دوی څخه یو هم هلته شتون نه درلود.
- ? لومړی ماخذ: صحيح البخاري (كتاب أحاديث الأنبياء – ۵۴ باب) حدیث ۳۴۷۱
- ? دویم ماخذ: صحيح البخاري ۶۰ کتاب ۱۳۸ حديث
- ? درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۴ ټوک ۵۶ کتاب ۶۷۷ حديث
- ? څلورم ماخذ: صحيح مسلم (كتاب فضائل الصحابة رضى الله تعالى عنهم – باب مِنْ فَضَائِلِ أَبِي بَكْرٍ الصِّدِّيقِ رضى الله عنه) حديث ۲۳۸۸
- ? پنځم ماخذ: صحيح مسلم ۴۴ کتاب ۱۴ حديث
- ? شپږم ماخذ: صحيح مسلم انګليسي ۳۱ کتاب ۵۸۸۱ حديث
ما او عرفان سبحان الله ووېل، شېخ ته مې وېل که چېرې دغه څارویو اوس هم خبرې کولای نو زموږ په وطن کې به دوی خپلو خاوندانو ته څومره ښکنځلې کولې ځکه چې زموږ په وطن کې په څارویو ډېر ظلم کيږي.
عرفان وې شېخ صیب دا د صديق دوی هېواد خو اسلامي دی نو هلته ولې څاروي خبرې نه کوي؟ شېخ هسې ځان تېر ايستلو او بیا د یوه هندو کور ته د دعوت لپاره ورغلو او کيسه پاتې شوه.