یو صابر مسلمان د ۱۰ کفارو برابر دی که د ۲ کفارو؟

صديق افغان ورور د پروني پوست په تړاو پوښتنه کړې چې خدای پاک ولې په دوه ایاتونو کې د یو بل متضاد ارقام ښودلي، د بېلګې په توګه په سورة الأنفال آیة ۶۵ کې راغلي چې ۲۰ تنه صابرين به پر ۲۰۰ تنو کفارو او ۱۰۰ تنه به په ۱۰۰۰ تنو کفارو غالب شي یعنې ۱ صبر کونکی به پر ۱۰ کفارو غالب شي خو بیا په ۶۶ ایت کې وايي چې نه سل تنه صبر کونکي به په ۲۰۰ کفارو او ۱۰۰۰ تنه به مو په ۲۰۰۰ کفارو غالبه شي یعنې ۱ صابر به پر ۲ کفارو غالب شي چې دلته به په دې متضادو ارقامو کې څه حکمت وي؟

او بل دا چې کفار خو خاص قوم نه دی بلکې پرته له اسلامه د هر دين پیرو ته د اسلام له نظره کفار ویل کېږي نو دلته قوم بیا ولې یاد شوی؟

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ ۚ إِن يَكُن مِّنكُمْ عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ ۚ وَإِن يَكُن مِّنكُم مِّائَةٌ يَغْلِبُوا أَلْفًا مِّنَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَفْقَهُونَ ﴿٦٥﴾ الْآنَ خَفَّفَ اللَّـهُ عَنكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا ۚ فَإِن يَكُن مِّنكُم مِّائَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ ۚ وَإِن يَكُن مِّنكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُوا أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ اللَّـهِ ۗ وَاللَّـهُ مَعَ الصَّابِرِينَ ﴿٦٦﴾ سورة الأنفال آیة ۶۵ – ۶۶
ژباړه:
اى نبي! ته مومنان (له كفارو سره) په جنګ كولو باندې تېز كړه، كه چېرې په تاسو كې شل تنه صبر كوونكي وي، نو په دوه سوه كسانو به غالبه شي او كه چېرې په تاسو كې سل تنه صبر كوونكي وي (نو) په هغو زرو كسانو به غالبه شي چې كافر شوي دي، ځكه چې یقینًا هغوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي. ﴿٦٥﴾ اوس الله په تاسو اساني راوستله او معلومه (څرګنده) يې كړه چې بېشكه په تاسو كې كمزوري ده، نو كه چېرې په تاسو كې سل تنه صبر كوونكي وي، (، نو) په دوه سوه به غالبه شي۔ او كه په تاسو كې زر تنه (صبر كوونكي) وي (، نو) په دوه زره به غالبه شي، د الله په حكم سره، او الله د صبر كوونكو ملګرى دى. ﴿٦٦﴾

ملګرو جالب ټکي ته یې اشاره کړې نو که تاسې ديني عالمان را منشن کړئ نو موږ به یې هم له علمیت څخه برخمن شو.

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

آیا خدای پاک له خپلو ناکامیو څخه پند نه اخلي او که خلکو په دروغو د پیغمبرۍ دعوې کړي؟

تورپېکۍ احمدزۍ خور له امريکا څخه پوښتنه رالېږلې وايي زه د تاريخ په رشته کې …

خپل آند راسره شريک کړئ