آیا بي بي حوا انا د حضرت آدم ع له پوښتۍ څخه وړه پيدا شوه که لویه بالغه ښځه؟

ځلاند صیب (Zaland Khan Afghan) وايي الله ج دې مونږ ټولو مسلمانانو ته توفيق او هدايت راکړي، د الله ج له خلقت نه قربان شم خو ډير يې په فکر کې اچولې يم چې دا څه کيسه ده؟ شيطان کافر لعين دې الله ج خراپ کړي ستا له پروني پوست څخه وروسته یې زما په دماغ کښې نورې پوښتنې را پيدا کړې.
 
پوښتنه دا راته پيدا شوه چې دا بي بي حوا انا د حضرت آدم ع له پوښتۍ څخه وړه پيدا شوه که لویه بالغه ښځه؟

 
• لومړی که چېرې بي بي حوا وړه پيدا شوي وي نو حضرت آدم ع څنګه خوراک ورکولو ځکه کوچنی ماشوم خو شيدې غواړي او بل هغه وخت په نړۍ کښې کومه بله ښځه هم نه وه چې هغه ته یې تی ورکړی وی نو حضرت آدم ع له خپل تي څخه څرنګه بي بي حوا ته شيدې ورکولې؟
 
بل حضرت آدم ع خو نر وو او بیا د بي بي حوا انا لپاره یې هم د پلار او هم مور حیثت لرلو نو له هغه سره یې قرابت څنګه کولو؟ خدایه توبه غواړم په دې پوښتنه کولو خو چاره نه لرم ځکه ماغزه مې خوري.
 
• دویم که چېرې بي بي حوا لویه بالغه ښځه ورڅخه پيدا شوي وي نو دا دومره غټه ښځه څنګه د حضرت آدم ع په پوښتۍ کښې ځای پر ځای کېده؟ بل کله چې پيدا کيدله نو پوښتۍ خو کوم غار هم نه لري لکه د ښځينه د ماشوم د زېږيدلو ځای نو آيا حضرت آدم ع خپله پوښتۍ په کوم چاکو پرې کړه چې بي بي حوا انا یې ځينې را وايستله؟
 
کله چې یو کوچنی پیدا شي نو نوم یې له مور سره نښتی وي نو آيا د بي بي حوا انا نوم هم له آدم سره نښتې وه؟ هغه وخت خو چاکو هم نه وه او نه هم چا دا شيان پېژندل؟ که چېرې فرض کړو چې د الله په حکمت سره له اسمان څخه چاکو راغلی وي او وروسته حضرت آدم ع خپله پوښتۍ پرې غوڅه کړي وي نو دا څيرې ځای یې بېرته په څه شي وګنډلو ځکه دا خو ميکروب کوي؟ آیا پدې وخت کښې حضرت آدم ع کوچنۍ بي بي حوا يوازې پريښوده او په ځنګلونو کښې ګرځيدو تر څو چې ميکروب وژونکي بوټي ورته را پیدا کړي؟
 
خدايه ایمان ته مي خير پيښ کړې، ملګرو کومک راسره وکړئ تر څو له دغه معضلې څخه را بهر شم.
 
ملګرو هيله ده چې د ځلاند صیب پوښتنې ته علمي او منطقي ځوابونه ورکړئ تر څو خوارکی له دغه ذهني معضلې څخه را بهر شي او د زړه تسکين یې وشي.
 
جزاک الله خیر

اړوند مطلب

آیا خدای پاک له خپلو ناکامیو څخه پند نه اخلي او که خلکو په دروغو د پیغمبرۍ دعوې کړي؟

تورپېکۍ احمدزۍ خور له امريکا څخه پوښتنه رالېږلې وايي زه د تاريخ په رشته کې …

خپل آند راسره شريک کړئ