ايا د ساینس او ټکنالوژۍ سرچينه په ريښتیا هم قران ده؟

له ننګرهار ولایت څخه یوه ورور چې نه غوښتل نوم یې د امنیتي ستونزو په وجه خپور شي ليکلي وايي قدرمن استاذه غواړم دا خپله پوښتنه مې د يوې تبصرې په شکل وړاندې کړم او هغه دا چې له ډېرو تکړه تکړه ملایانو او علما کرامو څخه مې اورېدلي او تر اوسه یې هم اورو چې وايي د دونيا ټول علوم له قرآن کریم څخه کافرانو اخيستي او د ټولو علومو سرچينه قرآن کريم بولي خو زه حيران دې ته يم چې دا کافر خو تر اوسه د قران په یوه ټکي هم نه پوهيږي نو دا علوم او ټکنالوژي يې بیا د قران له کوم ځای څخه ياده کړه په داسې حال کې چې دا ۱۴۰۰ کاله کيږي چې ملايان په ټول قرآن پوهېږي خو دوی ولې د دومره پوهې سره سره چې د قرآن څخه يې لري تر اوسه يوه ستن هم جوړه نه کړای شوه؟
 
او بيا کله کله وايي هم چې د نننۍ ټکنالوژۍ څخه لاس ته راغلي شيان حرام دي، دا چې د ژوند ټول اسباب مو د کافرو په لاس جوړيږي او دوی ټول یې پخپله هم استعمالوي مګر هغې ته نه متوجې کيږي.
 
ښه نو که دا ټکنالوژي له قرآن څخه اخيستل شوي وي نو بيا ولې ناروا ورته وايي؟ زه خو د دوی دغو ضد او نقيض کارونو او ويناو بلکل حيران کړی يم نو که تاسې په دې موضوع لږ رڼاو واچوئ نو ډېر به ښه شي.
 
ملګرو هيله ده چې د دې ورور پوښتنې ته علمي، ساینسي او منطقي ځواب ورکړئ تر څو زړه یې سکون حاصل کړي.
 
جزاک الله خیر

اړوند مطلب

آیا خدای پاک له خپلو ناکامیو څخه پند نه اخلي او که خلکو په دروغو د پیغمبرۍ دعوې کړي؟

تورپېکۍ احمدزۍ خور له امريکا څخه پوښتنه رالېږلې وايي زه د تاريخ په رشته کې …

خپل آند راسره شريک کړئ