ولې ډاکټر فوزیې ته د هېڅ مسلمان دوعا قبوله نه شوه؟

احمدالله ورور له کابل ولایت پوښتنه کړې وايي د ډاکټر فوزیې له قرآن سوځولو څخه وروسته مې یوه خبره په ذهن کې ګرځي را ګرځي او هغه دا چې زموږ په زرګونو او یا هم په لکونو افغانانو او پاکستاني مسلمانانو فوزیې ته د قرآن د سوځولو په غبرګون کې ښېراوې وکړې چې خدای دې غرقه او تباه کړي خو په فوزیه باندې هېڅ هم ونه شول؟ موږ ته به ملایانو په ماشوموالي کې کيسې کولې که چېرې څوک د قران بې احترامي وکړي نو ژوندی به په ځمکه ننوځي، یا به یې شکل د ځناور په څېر مسخه شي خو دلته نه د کوم چا ښېرا ورته قبوله نه شوه، نه په دې ښځه څه وشول او نه یې هم مخ مسخه شو چې دا ولې؟
 
اوس پوښتنه دا راته پيدا شوه چې ولې الله پاک د خپل کلام څخه دفاع ونه کړه؟ ولې یې فوزیې ته د هغې د کړنو په وجه داسې یوه عبرتناکه جزا ورنه کړه چې نړۍ ته یې مثال ګرځولې وی تر څو ټولې نړۍ ته د اسلام د مقدس دين حقانیت ثابت شوی وی؟ همداراز خلکو ته به دا هم ثابت شوي وی چې هر هغه څوک چې په اسلام پسې بد او رد وايي نو له دغه الهي انجام سره به مخ کيږي؟
 
آیا که چېرې موږ ټول مسلمانان په یوه سلا او مشوره یو ځای دا دوعا وکړو چې دا فوزیه دې خدای غرقه، تباه او برباد کړي نو ایا زموږ دوعا به ورته قبوله شي؟ زما خو دغې پېښې عقيده بلکل را ګډه وډه کړې نو ستاسې څخه مې هيله ده چې داسې یو منطقي ځواب راکړئ چې په آیات او حديث ثابت شوی وي تر څوم زما د زړه تسکين وشي.
مګرو هيله ده چې د احمدالله ورور پوښتنې ته عملي او منطقي ځوابونه ورکړئ او که کولای شئ نو چړیان، ملایان، مولوي صاحبان، مفتیان او نور مذهبي عالمان ورته را منشن کړئ.
 
جزاک الله خیر

اړوند مطلب

آیا خدای پاک له خپلو ناکامیو څخه پند نه اخلي او که خلکو په دروغو د پیغمبرۍ دعوې کړي؟

تورپېکۍ احمدزۍ خور له امريکا څخه پوښتنه رالېږلې وايي زه د تاريخ په رشته کې …

خپل آند راسره شريک کړئ