د تبليغ د درېیمه شپه

پرون له ماښام څخه وروسته د معمول په څېر د ایمان او یقين خبرې وشوې او له خبرو وروسته یوه عرب شېخ د جومات لپاره کجورې (خرماوې) هم راوړې وې، امير صیب چې یو څو دانې ترې وخوړلې نو ډېر خوند یې ورکړ او بیا یې د کجورو په وصف او د ګټورتیا په اړه دغه لاندې حديث شریف له مجلس سره شريک کړ:

حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ سَلاَمٍ، حَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ بَشِيرٍ أَبُو بَكْرٍ، أَخْبَرَنَا هَاشِمُ بْنُ هَاشِمٍ، قَالَ: أَخْبَرَنِي عَامِرُ بْنُ سَعْدٍ، قَالَ: سَمِعْتُ أَبِي، يَقُولُ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «مَنِ اصْطَبَحَ بِسَبْعِ تَمَرَاتِ عَجْوَةٍ، لَمْ يَضُرَّهُ ذَلِكَ اليَوْمَ سَمٌّ، وَلاَ سِحْرٌ» كِتَابُ الطِّبِّ: بَابُ شُرْبِ السُّمِّ وَالدَّوَاءِ بِهِ وَبِمَا يُخَافُ مِنْهُ وَالخَبِيثِ
ژباړه: له عامر بن سعد څخه روایت دی چې له رسول الله (صلی الله علیه و سلم) څخه مې اورېدلي چې فرمایل یې: څوک چې د سهار پر مهال اوه (۷) دانې عجوه خرماوې یا کجورې وخوري نو په هغه ورځ به زهر او جادو نومړي ته زیان ونشي رسولی.

  • ماخذ: صحیح بخاری – حدیث ۵۷۷۹

ما چې حديث نوټ کولو نو په دې وخت کې یو شخص وېل امير صیب زما یوه ملګري هم د دې حديث شریف په اړه اورېدلي وو او د عجوه د کجورو له خوراک وروسته یې بیا نيم ګيلاس زهر څښلي وو چې ایا دغه خبره واقعیت لري او کنه، وېل له زهر څښلو لږ شېبه وروسته د سړي حالت مخ په خرابېدو شو او که چېرې موږ په وخت روغتون ته نه وی رسولی نو د ظالم بچی به اوس مړی وی.

امير صیب وېل ماته د دې نادان شخص په عقيده کې څه فرق ښکاري کنه دا امکان نه لري، بل ورته وویل امير صیب زه به اوس له بازاره زهر درته راوړم او تاسې یې سبا سهار ورته تجربه کړئ چې دوی پوه شي چې دا خبره بلکل حقيقت لري نو په دې وخت کې امير صیب ولاړ شو وېل د ډوډۍ وخت دی نو بیا کيسه همغسې پاتې شوه، نن سهار یې هم هېڅ ذکر ونکړ.

اړوند مطلب

د تبليغ اته دېرشمه

نن سهار له لمانځه وروسته مې شېخ الحديث خبر کړ ما وېل زه هر ورځ …

خپل آند راسره شريک کړئ