د تبليغ څوارلسمه ورځ

بېګاه شپه د محمد حفيظ په نامه یو بوډا راغئ او شېخ الحديث صیب ته یې ویل يوه نجلۍ مې ډېره خوښه ده خو عمر یې تر ما ډېر کم دی او نيږدې ۲۵ کاله را څخه کشره ده نو که چېرې زه له هغې سره واده وکړم نو کومه ستونزه خو به نه وي؟

له شېخ الحديث مخکې ما ور غږ کړل ما وېل ستا وجدان تاته دا اجازه درکوي چې له دومره وړې نجلۍ سره واده وکړې، ما وېل ته شرمېږې نه؟ په دې وخت کې یو دم شېخ الحديث صیب غږ کړ وېل صديقه ته چوپ شه زه یې ځواب ورکوم.

بیا شېخ الحديث ورته ویل د اسلام له نګاه نه هېڅ کوم ممانعت نشته که له هر څومره وړې نجلۍ سره هم واده وکړې او بیا یې د حضرت عایشې رض په اړه دغه حديث شريف موږ ته بیان کړ:

عَنْ عَائِشَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم «تَزَوَّجَهَا وَهِيَ بِنْتُ سِتٍّ وَبَنَى بِهَا وَهِيَ بِنْتُ تِسْعٍ»
ژباړه: له حضرت عایشه رض څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ له حضرت عايشې سره په شپږ ۶ کلنۍ واده وکړ او کوروالی یې په نهه ۹ کلنۍ ورسره تر سره کړ.

  • لومړی ماخذ:سنن نسايي حديث ۳۲۵۵
  • دویم ماخذ: صحيح البخاري حديث ۵۱۳۴
  • درېیم ماخذ: صحيح مسلم حديث ۱۴۲۲

له هغه وروسته یې دغه بل حديث هم بیان کړې وېل په یوه بل حديث د حضرت عایشې عمر ۷ کاله ښودل شوی.

عَنْ عَائِشَةَ أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم «تَزَوَّجَهَا وَهْىَ بِنْتُ سَبْعِ سِنِينَ وَزُفَّتْ إِلَيْهِ وَهِيَ بِنْتُ تِسْعِ سِنِينَ وَلُعَبُهَا مَعَهَا وَمَاتَ عَنْهَا وَهِيَ بِنْتُ ثَمَانَ عَشْرَةَ»
ژباړه: له حضرت عایشه رض څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ له حضرت عايشې سره په اوه ۷ کلنۍ واده وکړ او چې کله یې خپل کور ته د ناوې په توګه وړله نو نهه ۹ کلنه وه او خپلې نانځکې (د ماشومانو د لوبو سامان) یې هم له ځانه سره یووړې او چې کله رسول اکرم ﷺ وفات شو نو حضرت عایشه ۱۸ کلنه وه.

  • لومړی ماخذ: صحيح مسلم کتاب ۱۶ حديث ۸۳
  • دویم ماخذ: صحيح مسلم کتاب ۸ حديث ۳۳۱۱

د حديث پر وړاندې ما نور هېڅ غږ هم ورته ونه کړ او همداسې ترې را ولاړ شوم او خپل تلاوت او نفلونو ته مې دوام ورکړ.

ملګرو مطلب پام مو وي که چېرې تاسې له هر څومره وړې نجلۍ سره واده وکړئ نو د دين له پلوه کومه ستونزه پکښې نشته خو ښايي له وجداني عذاب سره به مخ شئ، بیا هم د د نورو د مالوماتو لپاره دغه مبارک احاديث شريف درسره شريک کړئ.

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

د تبليغ اته دېرشمه

نن سهار له لمانځه وروسته مې شېخ الحديث خبر کړ ما وېل زه هر ورځ …

خپل آند راسره شريک کړئ