زموږ یوه سيک افغان ګوبين سنګهـ ورور مسج را لېږلی وایي ستا پر ليکنو د امت مسلمه له علمي او منطقي ځوابونو او د دوی له اخلاقو او تربیې څخه خورا زیات متاثره شوی یم او غواړم د اسلام مقدس دین ته را واوړم خو اوس حیران یم چې د اسلام مبارک دین په دغو ډلو کې په کومه ډله پسې ولاړ شم او کومه ډله یې پر حقه وګڼم؟
لطفاً ملګرو د ګوبين سنګهـ ورور ته لږ لارښونه وکړئ چې خدای پاک یې سمې لارې ته برابر کړي او تاسې به هم ثوابونه کمایي کړئ.
جزاک الله خیر
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)