ایا د جنتي هر خواهش به پوره کيږي؟

یوه ورور چې نه یې غوښتل هویت یې په ډاګه شي د نياﺯيو له کلي څخه پوښتنه کوي او وايي ﺯه غواړم په هغه بله دونيا کې له شاهزادګۍ ډ‌ايانا فرانسس (د وېلز له شاهزادګۍ) سره واده وکړم خو اوس ستونزه دا ده چې ارواښاده ډايانه له ما څخه دېرش کاله او اته ورځې مشره ده او بل دا چې دين يې مسيحيت وو نو ﺯه خو مسلمان يم او حتمن به جنت ته ځم او جنتي ته هر څه ور رسيږي نو ایا ﺯما غوښتنه به هلته ومنل شي چې مسيحۍ کافره ډايانا دې له دوﺯخه را و اېستلى شي او له ما سره دې واده وکړي؟

ولا د دې ځينو ملګرو پوښتنې بيخي جالبې وي، یو یې په خپله انا مین شوی وو او دا ښاغلی بیا په انګرېزه شاهزادګۍ، خو خیر ديني عالمان به ښايي د دې ورور د پوښتنې لپاره هم حتمن کوم علمي او منطقي دلایل لري چې وړاندې یې کړي.

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

آیا خدای پاک له خپلو ناکامیو څخه پند نه اخلي او که خلکو په دروغو د پیغمبرۍ دعوې کړي؟

تورپېکۍ احمدزۍ خور له امريکا څخه پوښتنه رالېږلې وايي زه د تاريخ په رشته کې …

خپل آند راسره شريک کړئ