پښتانه مذهبیان د خدای په قول یقين نلري

د مالیې وزارت یوه کارمند کيسه کوله وايي زموږ وزارت ته چې کله پښتانه قومي مشران راشي نو اکثره یې د مدرسې او مسجد جوړولو لپاره مرستې او پروژې غواړي خو برعکس کله چې زموږ د هزاره وړونو قومي مشران راشي نو هغوی بیا د ښوونځی، کلینیک او سړکونو د پروژو غوښتنې کوي، دی وایي چې زه د پښتنو د سرتمبګۍ څخه نور تر پوزې راغلی یم ځکه چې دا خلک په یويشتمه پېړۍ کې هم په خپل خیر او شر نه پوهیږي او د اومې پېړۍ په فکر ژوند کوي، نوموړی وايي پښتنو خپل ژوندونه تر ډېره د دين د دفاع لپاره وقف کړي او د خدای په خبره یقين نلري که څه هم خدای ورته په قران کې فرمايي:

إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ ﴿٩﴾ سورة الحجر
ژباړه:
بېشكه هُم مونږ پخپله ذكر (قران) نازل كړى دى او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو.

نوموړی شخص خورا اندېښمن دی او وايي که چېرې پښتانه عصری تعلیم ونکړي نو سبا به بیا وایي چې زموږ حقوق ترپښو لاندې کېږي او پر موږ ظلم کېږي، ده وویل چې زما دا ګیله د پښتنو د نويو ځوانانو سره شريکه کړئ چې نور عصري تعلیم ته مخه کړي او په خپل ژوند فکر وکړي تر څو د دوی او د اولادونو راتلونکی یې سم شي، ورستۍ خبره یې دا وکړه چې د پښتنو په سیمه کې د کاله د ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې مدرسې جوړیږي چې په همدې اندازه د هزاره وړونو او نورو قومونو لپاره مکاتب او روغتونونه د دوی په سیمو کې جوړیږي، که د پښتنو په فکر کې بدلون رانشي نو دا خلک به په راتلونکې کې د ډېرو ستونزو سره مخ شي.

ښاغلیه دا دی ستاسو ګيله مې له ملت سره شريکه کړه نور نو دوی پوه شه او کار یې، که تعليمونه وکړي او خپل ماغزه په کار واچوي نو دوی به هوسا وي او کنه همداسې به د ذلت او خوارۍ ژوندنه ترسره کوي.

اړوند مطلب

دا کورنۍ، جغرافیه او ټولنه ده چې تاسې ته دين ټاکي نو بیا دا تعصب د څه لپاره کوئ؟

که چېرې تاسې په اسرائیلو کې پيدا شوي وئ نو اوس به ښايي یهودان وئ، …

خپل آند راسره شريک کړئ