حاجي نصرت الله ورور له زابل نه پوښتنه کړې وايي په قران عظيم الشان کې راغلي چې حضرت محمد مصطفی (ص) له مکې معظمې څخه مسجد الأقصا ته د براق په واسطه سفر کړی خو مسجد الأقصا خو د پيغمبر (ص) په وخت کې شتون نلرلو نو څنګه یې هلته سفر کړی؟
سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَىٰ بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ ﴿١﴾ سورة الإسراء آیه ۱
ژباړه: هغه ذات لره پاكي ده چې خپل بنده يې د شپې په یوه لږه برخه كې له مسجد حرام نه مسجد اقصٰى ته بوتلو، هغه (مسجد اقصٰى) چې مونږ د هغه ګېرچاپېره بركت اچولى دى، د دې لپاره چې مونږ هغه ته له خپلو نښو څخه ځینې وښیو، بېشكه هم هغه ښه اورېدونكى، ښه لېدونكى دى.
حاجي نصرت الله ليکلي وايي زه د تاريخ استاد یم او ما چې تاريخ څومره مطالعه کړی نو د تاريخي اسنادو پر بنیاد خو مسجد الأقصا یو کوچنی عبادت ځای وو چې په لومړي ځل د اسلام د دوهم خليفه حضرت عمر (رض) په واسطه جوړ شو او بیا ډېر وروسته د اومویانو د خلافت په وخت کې پراخ او وسعت ورکړل شو، نو ایا دلته په قران کريم کې لاس وهنه نه ښکاري چې د یو داسې څه ذکر کوي چې هغه هلته شتون نه درلود؟
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)
