د قبر عذاب چاته ورکول کيږي؟

یوه ورور له ننګرهار څخه خپله پوښتنه په دې شکل مطرح کړې او وايي:


ښې چارې استاده! یوه پوښتنه لرم هغه دا چې د قبر د عذاب په اړه آنحضرت محمد مصطفی سردار کونین (ص) فرمایلي چې کله مړی په قبر کې کېښودل شي نو دا قبر له دواړو خوا پرې راشي او د مړي دا پوښتۍ په یو بل کې سره ننباسي، ما خو چې څومره هم قبرونه تر دا مهاله لیدلي نو تر اوسه مې د یوه مړي پوښتۍ هم یو په بل کې نه دي ليدلي چې ننوتې وي، هغه وايي ماته خو دا کيسه هسې ګپ شپ ښکاري او که د چا سره یې کوم علمي او منطقي ځواب وي نو لطفاً راسره شریک یې کړئ تر څو زما قناعت حاصل شي.

دویمه پوښتنه یې دا ده وايي دا کوم خلک چې قبر نلري لکه هندوان او یا ډېرې نورې ډلې چې خپل مړي سوځوي نو هغوی به څنګه د قبر جزا ويني؟

بل دا که چېرې په قبر کې انسان بېرته را ژوندی کېږي نو مادر ټريسا، سټالېن، لېنن او کېم جانګ اېل خو په شيشو کې اېښي نو هغوی څنګه د قبر عذاب ويني؟

ولې نه دي را ژوندي شوي او نه کومه ملایکه ورسره ليدل شوې چې سوال او ځواب ترې وکړي؟

که چېرې خبره د روح د عذاب وي نو بیا خو باید د قبر د عذاب په اړه ټول روایات منسوخ او لغوه اعلان شي.

وروستۍ خبره یې دا ده چې خدای خو د حساب او کتاب لپاره د قیامت ورځ پيدا کړې تر څو د خلکو د جنت او دوزخ برخليک وټاکي نو له قیامت مخکې بیا دا د قبر عذاب څه معنا؟

ولا د دې ملګري پوښتنې ډېرې جالبې دي نو که علما کرام یې علمي او منطقي ځوابونه ورکړي نو موږ به هم ترې مستفيد شو.

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

آیا خدای پاک له خپلو ناکامیو څخه پند نه اخلي او که خلکو په دروغو د پیغمبرۍ دعوې کړي؟

تورپېکۍ احمدزۍ خور له امريکا څخه پوښتنه رالېږلې وايي زه د تاريخ په رشته کې …

خپل آند راسره شريک کړئ