دا څو ورځې هسې عجیبه پوښتنې مې په ذهن کې را څرخي او هغه دا چې دا شیطان (ابليس) کوم چې د ملایکو ښوونکی وو هغه خو یو شخص وو نو دا دومره نور بلا وهلي شيطانان له کومه شول چې له هر انسان سره یو یو یوځای کېږي؟
- ایا دا شيطانان هم لکه د انسانانو په څېر نارینه او ښځینه لري؟
- ایا دوی هم خلوت او خوراک ته اړتیا لري؟
- ایا دوی هم مسلمانان او کوپار لري؟ که چېرې ټول کوپار وي نو ولې یې بچیان د پلار په ګناه نيول کېږي؟
- ایا دوی هم ولادت کوي؟ که ځواب یې هو وي نو په څومره وخت کې حمل نيسي او څومره بچي زېږولی شي او دا بیا څرنګه او څوک پر انسانانو تقسیموي چې هر انسان ته یو یو ورپه غاړه کوي؟
- ایا په دوی کې هم نېک اخلاقه او بد اخلاقه شته؟
هیله ده چې له ښکنځلو پرته منطقي او علمي ځواب راکړئ، په ريښتيا غواړم پوه شم چې ایا دا شیطان ريښتينى شخص دی او که هسې یو افسانوي کرکټر دی چې په مرور د زمان مشهور شوی.
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)
