
دغه تصویر د محبت تعویذ دی، ځوان چې پر نجلۍ زړه بایللی وي، بس نو تعویذګر ته مېله جوړه وي.
یو څو کاږه واږه شکلونه او د ابجد عددونه پر کاغذ ورته ولیکي، وایي معشوقه به دې یوه اوونۍ کې درپسې لېونۍ شي. ځوان دومره Common sense شعور نه لري، چې فکر وکړي، چې دغه کاږه واږه خطونه، شکلونه او عددونه زما د معشوقې په تر لاسه کولو کې څه مرسته کولای شي؟
ایا دغو شکلونو کې کوم جادویي قوت شته، که شته نو ولې نوره نړۍ ترې بې یرخې ده؟
د بواسیرو، بې روزګارۍ، جادو، پېریانو، بې اولادۍ، کورنیو ستونزو او جنسي مسایلو حل هم له دغو مداریانو سره شته، کلونه کلونه یې خلک دوکه کړل، خصوصاً ښځې یې ښې مشتریانې او عقیدتمندې دي.
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)