فريد نیازي صیب په مسنجر کې پوښتنه کړې او وايي چې رسول اکرم (صلى الله عليه و على آله و صحبه و سلم) خو په ۴۰ څلوېښت کلنۍ په پیغمبرۍ مبعوث شو او په ۴۵ پنځه څلوېښت کلنۍ یې معراج ته په براق سفر وکړ او له هغه وروسته لمونځ فرض شو او د لمانځه ادا کولو طریقه ورته وښودل شوه.
آیا سردار کونین رسول اکرم (صلى الله عليه و على آله و صحبه و سلم) له څلوېښت کلنۍ مخکې لمونځ او عبادت نه کولو؟
که یې چېرې کولو نو څه ډول لمونځ او عبادت یې کولو او د چا په طریقه؟ په لمانځه کې به یې څه ویل؟
هيله ده چې د نیازي صیب پوښتنې ته په حوصله سره علمي ځواب ورکړئ او په بې ځایه پوچو الفاظو هسې چټي خپل ځانونه او خپله کورنۍ سپکه نه کړئ.
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)
