حامد هاشمي مسج را لېږلی وايي دا ډېر وخت کيږي چې یوه پوښتنه مې په ذهن کې را ګرځي او هغه دا چي موږ مسلمانان دا څلور سپېڅلي کتابه منو او الله پاک په خپل لومړي اسماني کتاب کې حضرت موسی ع ته امر کړی چې هلکان باید سنت (ختنه) کړي، وروسته بیا په انجيل شريف کې بېرته حضرت عيسی ع ته امر کوي چې هلکان دې نه سنت کوي او بیا خپل وروستي رسول حضرت محمد مصطفی ص ته امر کوي چې هلکان سنت کړي.
اوس ماته پوښتنه دا پیدا شوې چې ولې الله پاک یو ځل امر کوي چې یو کار وکړئ، بیا امر کوي چې مه یې کوئ او بیا بل ځل بیا امر کوي چې ویې کړئ؟
ایا دا اوس په ريښتيا د الله امر وو او که خلکو د الله له آدرسه خپل امرونه پلي کول؟ او وروستۍ پوښتنه مې دا ده چې رسول الله مبارک چا سنت کړ؟
هيله ده ملګرو چې د هاشمي صیب د پوښتنې ځوابولو لپاره ديني عالمان دلته را منشن کړئ ترڅو د هاشمي صیب پوښتنو ته علمي او منطقي ځوابونه ورکړي.
جزاک الله خیر
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)
