یو څو نور ترخه حقایق هم در واخلئ که چېرې د هضم کولو توان یې لرئ:
حاجي صیب ستانکزي ليکلي وايي وحشي ټالیب په جومات کې بم کیښود، ځانمرګی یې پکې وکړ، په محراب کې یې بم کیښود حتا پخپله د قران په مینځ کې یې بم کیښود. بې شمیره قرانونه یې وسوځول او یو زیات شمیر خلک یې ووژل. له دغو چاودنو وروسته د قرانو پاڼې په ځمکه پرتې وې او خلکو یوې خوا او بلې خوا منډې وهلې او په دغو پاڼو ختل. خو د هیچا غیرت هم راپورته نشو او د هیچا احساسات هم زخمي نشول. هیچا هم د وحشي ټالیب په مقابل کې جدي عکس العمل ونه ښود. هیچا هم ونه ویل چې وحشي ټالیب د قران بیعزتي وکړه او باید په مقابل کې یې راپورته شو. خو یوې احمقې عصبي ناروغې چې دا کار وکړ نو د هر مذهبي افراطي له خولې ځګونه بادیږي او لګیا دی اختارونه ورکوي. خو که دوی نران وي او ریښتیا هم د قران په بیعزتي خفه کیږي نو د ټالیب په مقابل کې دې عکس العمل وښيي چې بې شمیره قرانونه یې سوځولي او بښنه هم پرې نه غواړي. خو مشکل دا دی چې ډیری خلک له وحشي ټالیبه دومره ډاریږي چې د دوی په مقابل کې یې هغه غیرت او احساسات هم مړه وي. په دوی هماغه قیصه شوې. وایي یو ماشوم پلار ته په ژړا راغی چې زه بهر سړي ووهلم. پلار یې په غصه ورسره راووت. ماشوم قصاب ته لاس نیولی چې دې ووهلم. پلار یې چې وګوري د قصاب په لاس کې دوه غټې چړې دي او تیرې کوي یې نو زوی ته ووايي چې ده ته خو څه نشم ویلای خو دا څنګ ته ناست موچي به درته ووهم.
اوس زمونږ په مذهبي افراطیانو هم همدا کار شوی. یوه ډله چې هره ورځ ورته قرانونه سوځوي او ښه په نره دا کار کوي دوی ته یې احساسات نه راپاریږي خو یو عصبي ناروغ که چیرته په کوم لرې ملک کې دا کار وکړي نو د ټولو احساسات راوپاریږي او درز غوبل شروع کړي.
دوهم کاشکې ستاسې دا احساسات د خپلو خلکو په مرګو هم راپورته کیدای. تر قران یا بل کتابه خو د یو انسان ژوند ډیر مهم دی. په یوه ورځ درکې سل کسه بیګناه انسانان ووژني خو ستاسې احساس نه راپورته کیږي. هغه غټه توره مو دا وي چې ووایئ خدایه د افغانانو قاتلان تباه کړې. نور عمل خو پریږده چې حتا فکر هم پرې نه کوئ. خو دې کار ته مو ګز ژبې راویستي. هغه کارونه چې تاسې یې باید وکړئ هغه په خدای کوئ او هغه چې خدای یې باید وکړي تاسې یې ورته کوئ.
دریم کاشکې مو پخپل هیواد غیرت کولای. خو نه د افغانانو مشکل همدا دی چې احساس یې مړ او یوازې د قران او محمد لپاره راپورته کیږي. نور نه په ځان غیرت کوي، نه په هیواد او نه په ناموس. د نړۍ بل هر ملت ته تر هر څه اول ځان مخکې دی خو افغانانو ته تر هر څه اسلام مخکې دي تر دې چې ان هیواد یې د اسلام لپاره څو څو ځل وران کړ او لا هم دا دی جهادونه کوي.
بیا وایم کاشکې مو د خپل ملت او هیواد په اړه دغسې احساسات راپاریدلای. یا کاشکې مو د وحشي ټالیب د قران سوځولو په ضد هم همداسې احساسات راپاریدلای. ملي احساس خو هسې هم نلرئ خو دا دیني احساسات مو هم کاشکې د ټولو په مقابل کې یو شان راپورته کیدای. خو تریخ حقیقت دا دی چې هسې ښځو ته تکړه یاستئ. کنه نران به مو وګڼم چې د ټالیب پواسطه د سوځول شویو قرانو پوښتنه وکړئ، د خپلو مرګو او هیواد ورانولو پوښتنه خو هسې هم نشئ کولای.
په یاد لرئ چې څوک په ځان او خپل هیواد غیرت نشي کولای د هغوی په قران او اسلام غیرت بې معنا او عبث کار دی.
په اخر کې غواړم ووایم چې په دینو د انتقاد کلک طرفداریم خو قران یا بایبل یا ګیتا یا بل دیني کتاب ته زیان رسول او یا د عبادت ځایو (جوماتونه، کلیساوې، مندرونه او نورو) ته ضرر رسول او یا هم د دوی خدایانو ورانول یا بتانو ماتول غلط ګڼم او په کلکه یې غندم. په دینو انتقاد باید په فکري برخه کې وشي او هیڅکله هم فزیکي طرف ته لاړ نشي.
دا نن چې خلک د اسلام پر وړاندې کوم غبرګونونه ښکاره کوي نو د دې ټولو لامل وحشي ټاليب، داعش، مجاهد او نورې افراطي مذهبي ډلې دي، همدا د دې خلکو د دين په نامه وحشتونو خلک دې کار ته اړل کړل چې د اسلام پر خلاف غبرګونونه ښکاره کړي.
ماته د حاجي قیوم کيسه را په یاد شوه چې ویل یې کله چې د مجاهد په نامه د اى اس اى لښکر کابل ته را دننه شوو نو لمړى کار يې د وزارتونو او دولتي ادارو چور او چپاول وو چې په دې چور کې د ښونې اسلامي او اوقافو وزارت هم سلامت پاتې نشو، دې وزارت په ديارلس سوه اويايم کال کې د قران کريم په زرګونه نسخې په غوره رنګ او ډيزان تازه چاپ کړې وې او لا زياته برخه يې نه وه ويشل شوې او په مخصوصو کارتنو کې ساتل کيدلې، کله چې جهادي غله وزارت ته ننوتل د وزارت ټول اجناس يې د هغه وزارت په چمن کې راغونډ کړل او فکر يې کولو چې په دې لوکسو کارتونونو کې به حتما د کار شى وي، دوی چې کله کارتننونه پرانيځي نو ګوري چې د قران نسخې دي، ټولې نسخې يې په چمن کې په ډيره بې عزتۍ د وزارت دکنارابو تر څنګ پاشلې وې او دې کتاب ته يې د يوه بې ارزښته جنس په سترګه چې ګويا په غنيمت نه ارزي کتلي وو، مونږ دوه ورځې وروسته دا نسخې چې باران پرې شوى وه را ټولې او په شهداى صالحين کې مو په عزت دفن کړې، افغان مسلمان ولسه، هر هغه غير اسلامي حرکت چې تاسى نن د کوم شخص څخه وينئ نو دا د مجاهد د عمل په مقابل کې عکس العمل ده او بس، د اسلام په ټول تاريخ کې کوم مسلمان قران ته په علني توګه سپک نه دي کتلي ولې کله چې خلکو وليدل چې د الله خپل لښکر د هغه کتاب ته په سپکه سترګه ګوري نو دوى هم عکس العملونه ښکاره کړل او بس!
ملګرو ليکنه درسره شريکه کړئ.