
تر ((رنسانس)) را وروسته د نورو فلسفو تر څنګ ماټریالېزم ته هم لار پرانیستل شوه او د ((کانت)) په هڅو بیا را ژوندی شو. دا سیستم وایي، چې ټوله نړۍ توکیزه (مادي) ده، همدا توک دی چې اروا یي زېږولې او توک وړاندې او اروا وروسته ده. ماټریالېزم ټینګار کوي، چې توک و، دی او وي به، خو له یوې بڼې نه بلې ته اوړي او پرلپسې وده کوي.
په نولسمه پېړۍ کې ((چارلز ډاروین)) د خپلو کتنو او څېړنو په ترڅ کې د ((ودې)) تیوري را وړاندې کړه او ویې ویل، چې طبیعت د پرلپسې ودې او بدلون پر لوري روان دی او ټولو ارګانېزمونو له ساده بڼې نه ژوند پیل کړی او د ودې او پرمختګ تر قانون لاندې يې پېچلې بڼه موندلې ده. سره له دې چې د ده څېړنیژې پایلې او تیوري ډېرو ونه منله او هغه یې ناسمه وګڼله، خو ماټریالېزم ګټه ترې واخیسته او هغه یې د خپلې تګلارې لپاره یو نوی لاسوند وګاڼه.
دا فلسفه وایي، چې هر څه د طبیعت په غېږ کط منځته راځي او بېرته هماغه ته ورستنېږي. طبیعت نه بدلېدونکې قوانین لري او د ضدونو له یووالي نه جوړ شوی او انساني شعور د پوهې په مرسته دا وړتیا لري، چې په هغه کې څېړنه وکړي او قوانین یې وپېژني، خو له دې نړۍ یا له طبیعی چاپېریاله هاخوا (ماوراء الطبیعه) څه نه پېژني او هغه د بشري شعور یوه تصوري زېږنده بولي.
همدا لامل دی چې ماتریالېزم هېڅ ډول ماوراء الطبیعه ګروهه، دین، مذهب و تفکر نه مني او وایي، چې نړۍ د یوې ناڅاپي پېښې یا تصادف له امله پخپله منځته راغلې، تر ناپایه مودو پورې به وي او بڼه به یې په پرلپسې توګه بدلېږي. خو ماټریالېزم هم دې پوښتنې ته ځواب نلري، چې دا موده یا زمان کله پیل شوی او څنګه کېدای شي، چې له ((هېڅ)) نه دې ((څه)) منځته راشي؟
امين دريځ
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)