د اسلام مشکل د منځلارو مسلمانانو په وجه دی!

نن به یو تريخ حقيقت درسره شريک کړم:
هغه د حاجي ستانکزي صیب خبره رایاده شوه چې ویل یې د اسلام مشکل د یو څو افراطي ډلو د وحشت په وجه نه دی بلکې د ډیری په اصطلاح منځلارو مسلمانانو د عقیدوي تندلاریتوب او تنګ نظرۍ په وجه دی.

ريښتیا هم همدا ډله به له یوې خوا د افراطي ډلو وحشت غندي خو له بلې خوا به له هغو سره چې عقیدوي اختلاف ورسره لري (لکه بې دینان، ایتیسټان او د دوی په اصطلاح ملحدان او مرتدان) د تشدد خبرې کوي.

دغو نوموړو کسانو به ښايي یوه مرغۍ هم نه وي ازار کړې خو دا په اصطلاح منځلاري به یې بیا هم دغه ډله خلک د خپل تندلاریتوب او تعصب په وجه له وحشي ټالیب او داعش سره برابروي او دواړو ته به په یوه سترګه ګوري.

ټالیب، داعش او نور مذهبي افراطیان خو هسې هم وحشیان دي، خو ډیری منځلاري هم په دین انتقاد نشي زغملاي، همدا په اصطلاح منځلاري دي چې خپلو عقیدوي مخالفینو او په دین انتقاد کوونکو ته د مرګ اختارونه ورکوي او چې وس یې ورسیږي نو ضرر هم ورته رسوي. فرخنده او مشال افراطیانو نه دي وژلي بلکې همدې منځلاري مسلمانانو ووژل.

د مذهبي افراطیانو دریز خو واضح دی چې خپل عقیدوي مخالفین وژني او په عمل کې هم همداسې کوي او توجېهات یې هم د قران له ایت او حديث څخه ورته وړاندې کوي. خو منځلاري بیا په خوله د امن چیغې وهي او دعوه کوي چې دین یې د امن دین دی ولې په عمل کې له خپل عقیدوي مخالف او په دین انتقاد کوونکي سره له کنځا نه تر وهلو او وژلو پورې د خپل وس مطابق هر څه کوي، زما په وروستۍ ټولپوښتنه کې چې تر ۱۰۰۰ کسانو څخه ډېرو خپله رایه کارولې وه ۴۶٪ فیصده خلکو ویلي وو چې ټول بې دينه او ملحدان باید ووژل شي، په دوی کې حتا ډېر لوستي اشخاصو کوم ډاکټران، انجينران او د لوړو زده کړو خاوندان وو هغوی هم د بې دينه او ملحدان وژل توجې کړی وو.

ماته تر ۸۰ سلنې ډیر اختارونه او کنځاوې همدا منځلاري کوي. که دغه په اصطلاح منځلاري سم انسانان شي او دغسې چې دوی د نورو په عقیدو انتقاد کوي یا یې غلطې ګڼې په خپلو عقیدو هم دا شیان وزغمي نو تر ډیره به د اسلام دا مشکل حل شي او مسلمانان به لږ په امن کې شي.

که له استثنا تیر شو نو دا یو سپین حقیقت دی چې د ټالیب غوندې افراطي ډلو ډیری پلویان په دین پوهیږي او ډیری مخالفین یې بیا له دینه ناخبره دي. څه وجه شته چې نن ستا تر ۹۰ سلنې ډیر دیني عالمان له ټالیب سره پټ یا ښکاره ولاړ دي او ډیری هغوی چې په دین دومره نه پوهیږي د ټالیب په ضد دي. له ټالیب سره د دوی ضدیت هم د انسانيت په اساس دی نه د دین په اساس ځکه دوی په دین خپله دومره نه پوهیږي.

ټالیب خپل هر فعل په ایت او حدیث صحیح ثابتوي او ډیری دیني عالمان یې هم ورسره مني. په مقابل کې یې لس سلنه دیني عالمان هم نشته چې د دوی وحشتونه په آیت او حدیث غلط ثابت کړي.

په ډېر تاسف سره باید ووایم تر څو چې زموږ ټولنه بېرته انساني کېږي او له افراطیت څخه راوځي نو ښايي پېړۍ وختونه ونيسي، که موافق یاست نو هيله ده چې ليکنه له خپلو ملګرو او په ګروپونو کې درسره شريکه کړئ.

اړوند مطلب

د محمد صديق د تبليغ چېله

ملګرو ستاسې د دوعاګانو له برکته دا دی نن وتوانېدم چې د تبليغ د خاطراتو …

خپل آند راسره شريک کړئ