اسلم خپلواک ورور له کابل څخه ليکي وايي زه د طب پوهنځۍ د لومړي کال زده کوونکی او غواړم زما دا پوښتنه راته پر خپله پاڼه مطرح کړئ:

﴿٥﴾ خُلِقَ مِن مَّاءٍ دَافِقٍ ﴿٦﴾ يَخْرُجُ مِن بَيْنِ الصُّلْبِ وَالتَّرَائِبِ ﴿٧﴾ سورة الطارق
ژباړه: دى له ټوپ وهونكو اوبو نه پیدا كړى شوى دى. چې د شا او له سینو د هډوكو له مینځ نه راوځي.
خو زموږ د پوهنتون په ساینسي کتابونو کې راته ویل کېږي چې د انسان سپرم د انسان په خایو (خوټو) کې جوړیږي نه دا چې په ملا یا پښتۍ کې جوړیږي نو زه اوس څه وکړم او د چا ومنم، بدبختي دا ده چې ملایان مو په ساینس نه پوهېږي او ساینس پوهان مو بیا تر ډېره په ديني مسایلو نه پوهېږي نو هيله ده چې داسې یو علمي او منطقي ځواب راته راکړئ چې قناعت مې هم حاصل شي او ايمان مې هم ضايع نشي.
هيله ده ملګرو د دې ځوان پوښتنې ته علمي او منطقي ځوابونه وليکئ او دغه ځوان له دغه ذهني بحران څخه وباسئ.
جزاک الله خیر
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)