د تبليغ لومړۍ ورځ

ټوله ورځ ستړیا، او د شپې مې د شېخانو له لاسه د خوب قرباني ورکړه ځکه یو خوا وچه ځمکه او بل خوا د شېخانو تر سهاره خرهاری او د دې ترڅنګ د لور له لوري راته ډالۍ شوي بوټان مې هم د دین په لار کې قرباني کړل او کوم نېکبخته رانه بېګاه شپه د جومات له منځ څخه پټ کړل، لږ وروسته ځم بازار ته چې یوه جوړه ارزانه بوټان واخلم، دوه ورځې خو لا پاتې دي چې نور به څه کيږي، خیر تاسې راسره مل اوسئ ملګرو له حالاتو څخه به مو وخت په وخت خبروم.

څو ساته مخکې په بوټونو پسې لوڅې پښې بازار ته لاړ او دا ځل مې ارزان بیه څپلۍ واخيستې ما وېل که یې بیا څوک رانه پټې هم کړي نو بلا ورپسې. د یوه هندو د څپلیو دوکان ته ورننوتم نو دوکاندار حیران زما پښو ته وکتل وېل ولې لوڅې پښې یې؟

هغه ته مې کيسه وکړه نو راته ویل یې ته پوهېږې چې له ۵۰۰۰ مذاهبو څخه هغه د کوم مذهب پيروان دي چې بوټان غلا کوي؟

ما وېل نه ولا نه پوهېږم ته یې راته وښیه.

هغه وېل خپله پوه شه او نور یې غږ ونکړ، نه پوهېږم چې د دې هندو د بچي هدف به څوک وو ځکه چې په هندوستان کې خو په زرګونو مختلف مذاهب دي؟

اړوند مطلب

د تبليغ اته دېرشمه

نن سهار له لمانځه وروسته مې شېخ الحديث خبر کړ ما وېل زه هر ورځ …

خپل آند راسره شريک کړئ