ملګرو نن شپه هم د پرون په څېر په وچه ځمکه پروت یم او خوب نه راځي، الله پاک دې د دې سختیو اجر راکړي، اوس مې موبایل لږ چارج کړ او د نن ورځې یوه د سترګو ليدلې صحنه به درسره شريکه کړم.
ماښام په له لمانځه څخه وروسته امير صیب خپلې ۶ نمبرې تکرارولې او د ايمان او یقين خبرې روانې وې چې په دې وخت کې یو ځوان هلک را ولاړ شو او وېل امير صیب زه یوه پوښتنه لرم او دا څه موده کيږي چې فکر پرې کوم خو کومې نتيجې ته ونه رسېدم، امير صیب وېل پوښتنه دې وکړه.
ځوان ورته ویل چې کله موږ کوم ناوړه کار وکړو نو وایو چې شیطان تېر ايستلو او د خپلو کړنو پړه پر شیطان ور اچوو خو ماته جالبه خبره دا ده چې شیطان بیا الله پاک ته وايي چې زه تا ګمراه کړلم لکه په لاندې ایت شريف کې:
قَالَ رَبِّ بِمَا أَغْوَيْتَنِي لَأُزَيِّنَنَّ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ وَلَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿٣٩﴾ سورة الحجر
ژباړه: ويې ويل: اى زما ربه! په سبب د دې چې تا زه ګمراه كړم خامخا هرومرو به زه په ځمكه كې د دوى لپاره ښكلي كول كوم او خامخا هرومرو به زه دوى ټول ګمراه كوم.
مَن يُضْلِلِ اللَّـهُ فَلَا هَادِيَ لَهُ ۚ وَيَذَرُهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿١٨٦﴾ سورة الأعراف
ژباړه: هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هېڅ هدایت وركوونكى نشته او هغه (الله) دوى په خپلې سركشۍ كې پرېږدي، په دې حال كې چې سرګردان وي.
وېل ایا الله پاک او شیطان دواړه خلک ګمراه کوي؟ له دې خبرې سره امير صیب یو شړنګ د ځوان له مخ څخه تېر کړ وېل د ګمراه او کافره زویه اوس الله پاک هم په ګمراهئ تورنوې؟
ما ور منډه کړل او هلک مې ترې خلاص کړ او هلک همداسې له جوماته ووت او بیا بېرته را نغئ او زه هم د جومات په یوه کونج کې کښېناستم او خپل عبادت ته مې دوام ورکړ.
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)
