د ماښام له لمانځه وروسته مو چې کله ايمانونه د امير صیب په عالمانه تقرير تازه کړل نو وروسته د یوه شېخ الحديث سره په یوه کونج کې کښېناستو، یوه ملګري پوښتنه ترې وکړه چې عربان نوردشیر لوبه ډېره کوي ایا هغه حلاله ده او که حرامه نو ښاغلي د نوردشیر په اړه دغه حديث شريف ورته بیان کړ:
حَدَّثَنِي زُهَيْرُ بْنُ حَرْبٍ، حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ مَهْدِيٍّ، عَنْ سُفْيَانَ، عَنْ عَلْقَمَةَ بْنِ مَرْثَدٍ، عَنْ سُلَيْمَانَ بْنِ بُرَيْدَةَ، عَنْ أَبِيهِ، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَنْ لَعِبَ بِالنَّرْدَشِيرِ، فَكَأَنَّمَا صَبَغَ يَدَهُ فِي لَحْمِ خِنْزِيرٍ وَدَمِهِ»
ژباړه: بوريده د خپل پلار په اختیار راپور ورکړی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي: هغه څوک چې نوردشیر (د سترنج په څېر لوبه) کوي نو مثال یې داسې دی لکه د خوګ په غوښه او وينو یې چې لاسونه سره کړي وي.
- ماخذ: صحيح مسلم کتاب ۲۸ حديث ۵۶۱۲
بل شخص بیا د خوراک د ادابو په اړه پوښتنه وکړه او شېخ الحديث ورته لاندې حديث شريف وړاندې کړ:
وَعَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ -رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا- قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم: «إِذَا أَكَلَ أَحَدُكُمْ طَعَامًا, فَلَا يَمْسَحْ يَدَهُ, حَتَّى يَلْعَقَهَا, أَوْ يُلْعِقَهَا». مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ.
ژباړه: ابن عباس له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روایت کړی چې رسول الله فرمايي: چې کله تاسې ډوډۍ وخوړه نو تر هغه لاسونه مه پاکوئ چې تر څو مو څټلي نه وي او یا هم بل چا ستاسې لاسونه در څټلي نه وي.
- ماخذ: صحيح بخاري کتاب ۶۵ حديث ۳۶۶
په دې وخت کې د شېخ الحديث مخې ته په اوبو کې مچ ولوېد نو شېخ الحديث دا مچ را ونيو او څو نورې غوپې یې هم په اوبو کې ورکړې او بیا یې درې غوړپه د سنت په طريقه وڅښلې نو چا ورته وویل چې دا مچ دې ولې په اوبو کې غوټه کړ دا خو مردار شی دی نو شېخ الحديث دغه حديث ورته بیان کړ وېل د مچ یو وزر شفا لري چې تاسې نادانان نه پوهېږئ:
حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ، حَدَّثَنَا إِسْمَاعِيلُ بْنُ جَعْفَرٍ، عَنْ عُتْبَةَ بْنِ مُسْلِمٍ، مَوْلَى بَنِي تَيْمٍ، عَنْ عُبَيْدِ بْنِ حُنَيْنٍ، مَوْلَى بَنِي زُرَيْقٍ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِذَا وَقَعَ الذُّبَابُ فِي إِنَاءِ أَحَدِكُمْ فَلْيَغْمِسْهُ كُلَّهُ، ثُمَّ لِيَطْرَحْهُ، فَإِنَّ فِي أَحَدِ جَنَاحَيْهِ شِفَاءً، وَفِي الآخَرِ دَاءً»
ژباړه: له ابو هریره څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي: کله چې مچ ستاسې په څښاک (اوبه یا شربت) کې ولويږي نو تاسې مچ پکښې غوټه کړئ ځکه چې د مچ په یوه وزر کې مرض دی او په بل وزر کې یې شفا ده.
- ماخذ: صحيح بخاري کتاب ۵۴ حديث ۵۳۷
د ماسخوتن له لمانځه وروسته امير صیب وېل ځئ نور خپلو ځایونو ته چې بیا به سهار نشو پاڅېدلی، نو یو شخص غږ وکړ چې دا عمران پټېل د سهار په لمانځه کې سخټ ټنبل دی او تر ناوخته ويده وي، شېخ الحديث چې دا خبره واورېده نو دستي یې دغه حديث ورته بیان کړ:
حَدَّثَنَا مُسَدَّدٌ، قَالَ: حَدَّثَنَا أَبُو الأَحْوَصِ، قَالَ: حَدَّثَنَا مَنْصُورٌ، عَنْ أَبِي وَائِلٍ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: ذُكِرَ عِنْدَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَجُلٌ، فَقِيلَ: مَا زَالَ نَائِمًا حَتَّى أَصْبَحَ، مَا قَامَ إِلَى الصَّلاَةِ، فَقَالَ: «بَالَ الشَّيْطَانُ فِي أُذُنِهِ»
ژباړه: ژباړه: عبدالله رض څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي: یو سړي د پیغمبر (ص) پر وړاندې یادونه وکړه چې هغه تر سهاره ويده وي او لمانځه ته نه پاڅيږي. رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل «د هغه په غوږنو کې شیطان متیازې کړي».
- ماخذ: صحيح بخاري کتاب ۲۱ حديث ۲۴۵
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)



