ملګرو نیت او اراده خو مې د دریو ورځو کړی وو خو لکه چې د الله رضا به په همدې کې وه چې لږ نور وخت هم د دين په لاره کې تېر کړم، بل دا چې ستاسې نظر پوښتنې هم دا وښودله چې د یو څه مودې لپاره نور هم د الله په لاره کې وخت تېر کړم.

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: «الشُّهَدَاءُ خَمْسَةٌ: الْمَطْعُونُ، وَالْمَبْطُونُ، وَالْغَرِقُ، وَصَاحِبُ الْهَدْمِ، وَالشَّهِيدُ فِي سَبِيلِ اللهِ عَزَّ وَجَلَّ»
ژباړه: له حضرت ابو هریره څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: شهادت پنځه ۵ ډوله دی: څوک چې طاعون (وبا ناروغۍ) له وجې مړ شي، څوک چې د اسهال (کولرا) له وجې مړ شي، څوک چې د غرقېدو له وجې مړ شي، څوک چې د خاورو لاندې شي او مړ شي او څوک چې الله په لاره کې په جګړه کې شهيد شي.
- ماخذ: رواه البخاري في الأذان (۶۵۴)، ومسلم في الإمارة (۳۵۳۸)، والترمذي في لاجنائز (۹۸۳)، وأحمد (۷۹۵۴)، ومالك في النداء للصلاة (۲۶۹)
وعن جَابِرِ بْنِ عَتِيكٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قال: «الشُّهَدَاءُ سَبْعَةٌ سِوَى الْقَتْلِ فِي سَبِيلِ اللَّهِ : الْمَطْعُونُ شَهِيدٌ، وَالْغَرِقُ شَهِيدٌ، وَصَاحِبُ ذَاتِ الْجَنْبِ شَهِيدٌ، وَالْمَبْطُونُ شَهِيدٌ، وَالْحَرِقُ شَهِيدٌ، وَالَّذِي يَمُوتُ تَحْتَ الْهَدْمِ شَهِيدٌ، وَالْمَرْأَةُ تَمُوتُ بِجُمْعٍ شَهِيدٌ»
ژباړه: له حضرت جابر بن عتیک څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: شهادت په اوه ۷ ډوله دی: څوک چې طاعون (وبا ناروغۍ) له وجې مړ شي، څوک چې د غرقېدو له وجې مړ شي، څوک چې د خپل مال او ناموس په دفاع کې مړ شي، څوک چې د اسهال (کولرا) له وجې مړ شي، څوک چې اور کې د سوځېدو له وجې مړ شي، څوک چې د خاورو لاندې (تعمير لاندې شي) شي او مړ شي او کومه ښځه چې د ولادت پر مهال مړه شي.
- ماخذ: رواه أبو داود في الجنائز (۲۷۰۴)، وصححه الألباني في صحيح أبي داود، ومالك في الجنائز باب النهي عن البكاء على الميت (۴۹۳)
دلته یو بل افغان هم ناست وو خو زه یې نه پېژندم، هغه وېل نو چې داسې ده دا زموږ په وطن کې طالبان او داعشیان ولې د ځانمرګي بريدونو پر ځای د اسهال دوا نه خوري، هم به یې نورو ته زیان نه رسيږي او هم به یې شهادت او حورې په نصيب شي؟
امير صیب هم د موافقت سر وخوځولو خو په خوله یې څه ونه ویل او بیا وخت د اشراق د لمانځه شو نو ټولو دوه رکعته د اشراق لمونځ ادا کړ.
ملګرو دا ليکنې خو په خپلو ګروپونو کې درسره شريکوئ کنه تر څو زموږ نور هېوادوال هم مستفيد شي او د الله لارې ته برابر شي.
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)