د تبلیغ اتمه ورځ

زموږ یو بل د تبليغ ملګری یوسف علي دا څو ورځې ځان نه وو ميځلی او نن سهار يې ډېر سر ګرولو، له لمانځه وروسته شېخ الحديث صیب ورته متوجې شو وېل ولې دومره سر ګروې خیرت خو به وي؟

یوسف ورته ووېل لکه چې سر مې سپږې کړي، نو شېخ الحديث ورته وویل چې د الله پاک په لاره کې دا تکليفونه راځي او حتا زموږ رسول اکرم ﷺ هم له سپږو څخه په امن کې نه دی پاتې شوی نو بیا یې موږ ټول په دغه حديث مبارک حیران دریان کړو.

حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ يُوسُفَ، أَخْبَرَنَا مَالِكٌ، عَنْ إِسْحَاقَ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِي طَلْحَةَ، أَنَّهُ سَمِعَ أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ، يَقُولُ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَدْخُلُ عَلَى أُمِّ حَرَامٍ بِنْتِ مِلْحَانَ، وَكَانَتْ تَحْتَ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ، فَدَخَلَ عَلَيْهَا يَوْمًا فَأَطْعَمَتْهُ، وَجَعَلَتْ تَفْلِي رَأْسَهُ، فَنَامَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ثُمَّ اسْتَيْقَظَ وَهْوَ يَضْحَكُ
ژباړه: له انس بن مالک رض څخه روایت دی وايي رسول الله ﷺ د ام حرام بنت ملحان چې د عباده بن صامت مېرمن وه ليدو ته ورغلی وو او هغې رسول الله ﷺ ته ډوډۍ (خواړه) چمتو کړه او د رسول الله ﷺ مبارک په سر کې یې سپږې کتل پیل کړل. رسول الله ﷺ له هغه وروسته ويده شو او چې کله را ويښ شو نو مسکا یې پر مخ وه.

  • لومړی ماخذ: فتح الباري شرح صحيح البخاري حديث ۶۶۰۰
  • دویم ماخذ: ابو داود جهاد څپرکی پاڼه ۳۳۷
  • درېیم ماخذ: صحيح البخاري کتاب ۹۱ حديث ۲۰
  • څلورم ماخذ: صحيح البخاري ۹ جلد ۱۳۴ حديث

په بل حديث کې بیا وايي سپږې یې د مبارک له سر څخه لرې کړې.

خبره مې تر دې وکړه چې الله په لاره کې تکالیف وي خو الله پاک دې د دې ټولو تکالیفو اجرونه راپه برخه کړي او ليکنه شريکول درسره مه هېروئ.

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

د تبليغ اته دېرشمه

نن سهار له لمانځه وروسته مې شېخ الحديث خبر کړ ما وېل زه هر ورځ …

خپل آند راسره شريک کړئ