د تبليغ اومه ورځ

پرون له ماسخوتن وروسته چې ایمانونه مو پوره په جوش کې وو شېخ الحديث صیب وېل غواړم نن یوه لنډه او ډېره مهمه موضوع درسره شريکه کړم، موږ ټولو بوق بوق ورته وکتل چې خدای خیر چې دا به کومه موضوع وي؟

شېخ الحديث صیب وېل تاسې پوهېږئ چې ننۍ کوپري نړۍ زموږ د رسوال اکرم ﷺ د احايثو له برکته د طبابت په ډګر کې دومره پرمختګونه کړي او بیا یې دغه لاندې حديث راته بیان کړ:

أَنَّ أَبَا هُرَيْرَةَ، أَخْبَرَهُمَا أَنَّهُ، سَمِعَ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ: «فِي الْحَبَّةِ السَّوْدَاءِ شِفَاءٌ مِنْ كُلِّ دَاءٍ إِلاَّ السَّامَ»
ژباړه: له حضرت ابو هریره څخه روایت دی چې له رسول الله ﷺ څخه مې اوريدلي: توره ځيره (زيره) د ټولو ناروغۍ لپاره درمل ده پرته له مرګ.

  • ماخذ: صحيح بخاري کتاب ۷۶ حديث ۱۰ عربي کتاب حديث ۵۹۱

موږ د حديث له اورېدو څخه وروسته خپلو ځایونو ته ولاړو خو محمد حسین زموږ د تبليغ ملګري غرمه ډېر دال خوړلي وو او اسهال شوی وو، حسین د دې حديث په اورېدو سمدستي بازار ته تللی وو او دوه موټي توره ځيره یې هم خوړلې وه، نن د سهار له لمانځه وروسته یې شېخ الحديث ته ویل جنابه ما خو بېګا د نبي کريم ﷺ تجويز شوي دارو وخوړل او له پرونه یې زما اسهال نور هم بدتر کړی، شېخ الحديث وېل لومړی خو داسې ښکاري بې کیفیته ځيره دې خوړلې، دویم به دې بسم الله هم نه وي ورباندې ویلې او درېیم دا چې ستا عقيده هم راته چندان سمه نه ښکاري او ویل یې که چېرې د همدې اسهال له وجې مړ هم شوې نو شهادت به دې په نصیب شي نو حسین بېچاره هم نور غلی شو او څه یې ونه ویل.

ملګرو دغه حديث شریف درسره شريک کړئ تر څو ناروغانو ته خدای پاک د ټولو ناروغیو څخه شفا ورپه نصيب کړي او تاسې ته به هم الله پاک عظیم اجرونه در په برخه کړي.

اړوند مطلب

د تبليغ اته دېرشمه

نن سهار له لمانځه وروسته مې شېخ الحديث خبر کړ ما وېل زه هر ورځ …

خپل آند راسره شريک کړئ