ډېره موده پس زه او شېخ الحديث صیب نن د سهار له لمانځه، ورپسې د ایمان او یقین د تقریر او د اشراق لمانځه له ادا کولو وروسته بازار ته ووتو تر څو شېخ الحديث صیب ځان ته شامپو واخلي، په لاره کې شېخ الحديث یو دم خېټې ته لاس کړ او بیا اودس ماتي ته منډه کړه او زه د یوې ونې لاندې ورته منتظر شوم، چې بېرته راغئ نو د ماشوم ژړا یې تر غوږو شوه، سړی سمدستي له ونې ګرد چاپېره را تاو شو.

وېل ما فکر وکړ که دا د ونې د ژړا اواز دی.
ما وېل ایا ونې هم ژاړي؟
ده وېل هو د رسول الله ﷺ مبارک په وخت کې ونو هم کله کله چې تبیت به یې خراب او ګډوډ شو نو ژړا ګانې به یې کولې او بیا به رسول الله ﷺ مبارک دلاسا کولې، وروسته یې په دغه مبارکو احاديثو زموږ ايمانونه را تازه کړل.
وعَنْ جابرٍ رضي اللَّه عنْهُ قال: كانَ جِذْعٌ يقُومُ إلَيْهِ النَّبيُّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم، يعْني فِي الخُطْبَةِ، فَلَما وُضِعَ المِنْبرُ، سَمِعْنَا لِلْجذْعِ مثْل صوْتِ العِشَارِ حَتَّى نَزَلَ النَّبِيُّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم فَوضَع يدَه عليْهٍ فسَكَنَ
ژباړه: له حضرت جابر رض څخه روایت دی: د خرما د ونې یوه تنه وه چې رسول الله ﷺ به د خطبې پر مهال تکیه پرې کوله. چې کله منبر په جومات کې ورته کښېودل موږ واورېدل چې د ونې تنه لکه د امېندوارې (حاملې) اوښې په څېر ژړا کوله. رسول الله ﷺ له منبر څخه را ښکته شو او د ونې په تنې یې مبارک لاس کېښود نو ونه خاموشه شوه.
- ماخذ: صحيح بخاري کتاب ۱۹ حديث ۲۴ عربي کتاب حديث ۱۸۳۱
النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم عَلَى الْمِنْبَرِ الَّذِي صُنِعَ، فَصَاحَتِ النَّخْلَةُ الَّتِي كَانَ يَخْطُبُ عِنْدَهَا حَتَّى كَادَتْ أَنْ تَنْشَقَّ، فَنَزَلَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم حَتَّى أَخَذَهَا فَضَمَّهَا إِلَيْهِ، فَجَعَلَتْ تَئِنُّ أَنِينَ الصَّبِيِّ الَّذِي يُسَكَّتُ حَتَّى اسْتَقَرَّتْ.
ژباړه: له حضرت جابر رض څخه روایت دی د خرما هغه ونه کوم چې رسول الله ﷺ یې تر څنګ خطبه ویله نيږدې وه چې له ډېرې ژړا وچاودي. رسول الله ﷺ له منبر څخه ښکته راغئ او د خرما ونه یې لکه د ماشو په څېر په غېږ کې ونيوله او د ونې ژړا خاموشه شوه.
- ماخذ: صحيح بخاري کتاب ۳۴ حديث ۴۸ عربي کتاب حديث ۳۰۸
ملګرو هیله ده چې دا مبارک احادیث له خپلو ملګرو او په فېسبوکي ګروپونو کې درسره شریک کړئ او په هر شیر به الله پاک تاسې ته بې شماره ثوابونه درپه برخه کړي.
جزاک الله خیر
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)
وعَنْ جابرٍ رضي اللَّه عنْهُ قال: كانَ جِذْعٌ يقُومُ إلَيْهِ النَّبيُّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم، يعْني فِي الخُطْبَةِ، فَلَما وُضِعَ المِنْبرُ، سَمِعْنَا لِلْجذْعِ مثْل صوْتِ العِشَارِ حَتَّى نَزَلَ النَّبِيُّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم فَوضَع يدَه عليْهٍ فسَكَنَ