د تبليغ لسمه ورځ

نن سهار چې لمنځونه مو وکړل شهاب او یو څو نور ملګري له جمې څخه پاتې شوي وو او وروسته یې دویمه جمه کوله، عرفان امامت کولو او زه او شېخ الحديث صیب په درېیم صف کې ناست وو، دوی چې کله لومړی رکعت پوره کړ او له سجدې څخه را جګېدل نو شهاب له عرفان کوم چې امام وو یو څو ثانیې مخکې سر را اوچت کړ نو شېخ الحديث صیب ماته ویل که خدای کول نو د شهاب له سر څخه به د خره سر جوړيږي.

ما وېل ولې؟

وايي له امام څخه یې مخکې سر پورته کړ او بیا یې دغه حديث شريف راته بیان کړ:

أَنَّ أَبَا هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: «أَمَا يَخْشَى أَحَدُكُمْ ـ أَوْ لاَ يَخْشَى أَحَدُكُمْ ـ إِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ قَبْلَ الإِمَامِ أَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ رَأْسَهُ رَأْسَ حِمَارٍ أَوْ يَجْعَلَ اللَّهُ صُورَتَهُ صُورَةَ حِمَارٍ»
ژباړه: له حضرت ابو هریره څخه روایت دی چې له رسول الله ﷺ فرمایلي: ایا هغه څوک چې د امام څخه مخکې خپل سر پورته کوي باید و وېريږي چې خدای پاک به یې سر لکه خره او یا هم څېره لکه د خره په څېر جوړه کړي.

  • لومړی ماخذ: صحيح البخاري کتاب ۱۰ حديث ۸۶ (صحيح بخاري حديث ۶۹۱)
  • دویم ماخذ: سنن ابن ماجه کتاب ۵ حديث ۱۰۱۴
  • درېیم ماخذ: ترمذي کتاب ۶ حديث ۳۹

ما وېل شېخ الحديث صیب ما خو تر اوسه داسې څه پخپلو سترګو نه دي ليدلي، بیا یې ویل چې هغه د خره صورت یې په ظاهر څوک نشي ليدی او یوازې الله پاک یې ويني. بیا یې وېل خر هم یو ډېر زحمت کشه حيوان دی او حتا رسول اکرم ﷺ د خره په شا لمونځ هم ادا کړی او بیا یې په دغه حديث زما ايمان او یقين نور هم را تازه کړ:

حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ يَحْيَى، قَالَ قَرَأْتُ عَلَى مَالِكٍ عَنْ عَمْرِو بْنِ يَحْيَى الْمَازِنِيِّ، عَنْ سَعِيدِ بْنِ يَسَارٍ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ، قَالَ: «رَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يُصَلِّي عَلَى حِمَارٍ وَهُوَ مُوَجِّهٌ إِلَى خَيْبَرَ»
ژباړه: له ابن عمر رض څخه روایت دی چې ما رسول الله ﷺ وليد چې د خره پر شا سپور وو او د نفل لمونځ یې ادا کولو په داسې حال کې چې مخ یې د خیبر لوري ته وو.

  • لومړی ماخذ: صحيح مسلم حديث ۷۰۰
  • دویم ماخذ: صحيح مسلم کتاب ۶ حديث ۴۵
  • درېیم ماخذ: انګليسي صحيح مسلم کتاب ۴ حديث ۱۵۰۱

ملګرو ليکنې او احادیث شریف درسره نوټ کوئ او له ملګرو سره یې هم شريک کړئ ځکه بیا داسې شېخ الحديث نشو موندلی، الله پاک دې ده ته اوږد ژوند ورپه برخه کړي چې زموږ ټولو ايمانونه یې را تازه کړل.

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

د تبليغ اته دېرشمه

نن سهار له لمانځه وروسته مې شېخ الحديث خبر کړ ما وېل زه هر ورځ …

خپل آند راسره شريک کړئ