د تبلیغ دیارلسمه ورځ

د اشراق تر لمانځه وروسته زه او شېخ الحديث صیب له جومات څخه بهر ووتلو تر څو لږ تازه هوا تنفس کړو، په لاره کې یوه ځوان ته متوجې شوو چې له خپل بګوان (بت) سره یې خبرې کولې، زه ورغلم او ما وېل دا خو ته له تش کاڼي سره خبرې کوې نو ایا هغه ستا په خبره پوهيږي او یا ستا خبرې اوري چې ته ورته لګيا یې؟

شېخ الحديث صیب وېل پرې یې ږده هندو دی بېچاره! ما وېل خو دا سړی باید پوه کړو او تبلیغ ورته وکړو چې کاڼي خبرې نشي کولای.

شېخ الحديث صیب وېل کاڼي اوس خبرې نه کوي او ګونګیان شوي خو د نبي کريم ﷺ په زمانه کې کاڼو هم خبرې کولای شوی.

ما وېل ایا ريښتیا کاڼو هغه وخت خبرې کولای شوی؟ وېل هو او حتا زموږ پر رسول اکرم ﷺ به یې سلامونه هم ویل او بیا یې دغه حديث شریف راته بیان کړ:

وَحَدَّثَنَا أَبُو بَكْرِ بْنُ أَبِي شَيْبَةَ، حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ أَبِي بُكَيْرٍ، عَنْ إِبْرَاهِيمَ بْنِ طَهْمَانَ، حَدَّثَنِي سِمَاكُ بْنُ حَرْبٍ، عَنْ جَابِرِ بْنِ سَمُرَةَ، قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم «إِنِّي لأَعْرِفُ حَجَرًا بِمَكَّةَ كَانَ يُسَلِّمُ عَلَىَّ قَبْلَ أَنْ أُبْعَثَ إِنِّي لأَعْرِفُهُ الآنَ»
ژباړه: له حضرت جابر بن سمره څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: زه په مکه کې هغه تيږه (کاڼی) پېژنم چې له بعثت (پيغمبرۍ) څخه مخکې به یې ماته سلامونه کول او زه یې حتا اوس هم پېژنم.

  • لومړی ماخذ: صحيح مسلم حديث ۲۲۷۷
  • دویم ماخذ: صحيح مسلم کتاب ۴۳ حديث ۲
  • درېیم ماخذ: انګليسي صحيح مسلم کتاب ۳۰ حديث ۵۶۵۴

ملګرو ليکنې تر خپلې وسې درسره شريکوئ تر څو زموږ هېوادوال ټول له هغه مبارکو احاديثو څخه خبر شي کوم چې هېڅکله یې نه وو اورېدلي او له دې سره به یې ایمانونه هم تازه شي.

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

د تبليغ اته دېرشمه

نن سهار له لمانځه وروسته مې شېخ الحديث خبر کړ ما وېل زه هر ورځ …

خپل آند راسره شريک کړئ