نن سهار له لمانځه وروسته چې کله زموږ ايمانونه له ډېر جوش څخه په خوټکېدو راغلي وو عرفان د شېخ الحديث څنګ ته راغئ او ویل یې بېګا شپه لنډ کور ته لاړم او بچي مې یاد شوي وو نو هغه مې په غېږ کې واخيستل او یوه یې زما په جامو متیازې (بولې) را وکړې خو چون وخت کم وو نو د ماسخوتن جمه رانه قضا کېده نو جامې مې بدلې نه کړې نو همغسې مې لمونځ وکړ، وېل نو ایا زما لمونځ به شوی وي او کنه؟
شېخ الحديث وپوښتل چې ماشوم هلک وو او که نجلۍ؟ عرفان وېل ولې د هلک او د نجلۍ متیازې بیا څه فرق لري؟ نو شېخ الحديث صیب بیا دغه حديث شريف ورته بیان کړ:
عَنْ عَلِيٍّ، أَنَّ النَّبِيَّ ـ صلى الله عليه وسلم: قَالَ فِي بَوْلِ الرَّضِيعِ «يُنْضَحُ بَوْلُ الْغُلاَمِ وَيُغْسَلُ بَوْلُ الْجَارِيَةِ» قَالَ إِنَّ اللَّهَ تَعَالَى لَمَّا خَلَقَ آدَمَ خُلِقَتْ حَوَّاءُ مِنْ ضِلَعِهِ الْقَصِيرِ فَصَارَ بَوْلُ الْغُلاَمِ مِنَ الْمَاءِ وَالطِّينِ وَصَارَ بَوْلُ الْجَارِيَةِ مِنَ اللَّحْمِ وَالدَّمِ»
ژباړه: له حضرت علي رض څخه روایت چې رسول الله ﷺ د نوي زېږېدلي (نوزاد) ماشوم په اړه وفرمایل: د هلک د متیازو (بولو) پر سر باید اوبه وشيندل شي او د نجلۍ بولې باید ومينځل شي. بیا یې وفرمایل چې کله الله پاک ج ادم ع پیدا کولو نو حوا یې د هغه له لنډې پوښتۍ څخه پيدا کړه نو ځکه د هلک متیازې له اوبو او خټې څخه دي او د نجلۍ متیازې له غوښې او وينې څخه دي.
- لومړی ماخذ: سنن ابن ماجه کتاب ۱ حديث ۵۶۷
- دویم ماخذ: انګليسي سنن ابن ماجه ۱ ټوک ۱ کتاب حديث ۵۲۵
وېل د نجلۍ متیازې تر هلک ډېرې چټلې وي ځکه چې له غوښې او وينې څخه دي نو باید خپل کالي دې مينځلي وی، خو خیر وېل اوس دې لمونځ قضايي را وګرځوې ځکه چې تېر لمونځ دې نه دیل قبول شوی.
ملګرو دغه حديث شريف درسره شريک کړئ تر څوک زموږ وروڼه د هلک او د نجلۍ د متیازو تر منځ فرق وکړی شي او هسې نه چې د نجلۍ په متیازو یې جامې ناولې شوي وي او لمونځ یې نه وي قبول شوی.
جزاک الله خیر
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)
