پرون بېګا د ماسخوتن لمنځونه مو چې ادا کړل نو شېخ الحديث صیب ته مې وویل ما وېل پرون مې پر فېسبوک ليکنه کړې وه او زموږ هېوادوالو د حضرت عايشې رض او رسول اکرم د واده په اړه ډېر توند غبرګونونه ښکاره کړي او ډېری یې وايي حضرت عايشه ۶ کلنه نه بلکې ۹ کلنه وه. ما وېل یوې بلې ډلې خلکو بیا په دې خبره نيوکه کړې وه چې دا یو غیر وجداني عمل دی چې تنکۍ ماشومه دې یوه سپيږيري ته په نکاح ورکړل شي.


- ? ۱: حضرت علي خپله وړه لور ام کلثوم حضرت عمر فاروق ته چې دویم خلیفه وو هغه ته په وړوکوالي کې واده کړه: (السنن الکبری، للبیهقي نمبر ۱۳۷۱)
- ? ۲: عبدالله بن عمرو له خپل پلار عمر بن عاص څخه ۱۲ کاله کشر وو: (المعارف لابن قتیبه پاڼه ۲۷۶)
- ? ۳: ابو عاصم النبیل فرمایلي دي چې زما مور د هجرت په ۱۱۰م کال او زه په ۱۲۲ م کال پیدا شوی یم (سیر اعلام النبلاء جلد ۷ رقم ۱۶۲۷)
- ? ۴: امام شافعي څخه روایت ده چې ما یو وخت مدینه کې یوه ۲۱ کلنه ښځه وليدله چې هغه انا (نیا) وه (تهذیب تاریخ دمشق الکبیر جلد ۱ پاڼه ۴۴۰ طبع بیروت)
- ? ۵: د زبیر د لور نکاح له قدامه بن مظعون سره هغه وخت وشوه کوم وخت چې یې لور پیدا شوه (المرقات المفاتیح جلد ۶ پاڼه ۲۰۶)
- ? ۶: عبدالله بن صالح وايي چې زموږ په همسايه کور کې یوه ماشومه په نهه کلنۍ کې حامله شوې وه او په دې روایت کې داسې هم لیکلي چې یو سړي عبدالله بن صالح ته ويلي وو چې زما هم لور په لس کلنۍ کې حامله شوې وه. (کامل لابن عدی جلد ۵ رقم ۱۰۱۵)
- ? ۷: له یو څخه زیاتو صحابوو له کم عمره جینکو سره ودونه کړي دي (ترکماني البیهقي جلد اول پاڼې له ۷۶ تر ۷۹)
او نن سهار چې څنګه ټول له خوبه را ويښ شوو نو شېخ الحديث وفرمایل چې دا څو ورځې ستاسو پوزو ته متوجې شوی یم او په پوزو کې مو بيخي ډېر شیطانان را پيدا شوي، موسی ور غږ کړ چې شېخ الحديث صیب تاسې څه پوه شوئ، هغه وېل دا مې د حديث خبره درته وکړه او بیا یې له اوداسه مخکې ټولو ته دغه حديث شريف بیان کړ:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ـ رضى الله عنه ـ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ «إِذَا اسْتَيْقَظَ ـ أُرَاهُ ـ أَحَدُكُمْ مِنْ مَنَامِهِ فَتَوَضَّأَ فَلْيَسْتَنْثِرْ ثَلاَثًا، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَبِيتُ عَلَى خَيْشُومِهِ».
ژباړه: له حضرت ابو هریره څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي: ستاسې څخه چې کله کوم یو له خوبه را ويښ شي او اودس کوي هغه باید په خپله پوزه کې اوبه واچوي او درې ځله یې سخ کړي ځکه چې شیطان یې د پوزې په پاسنۍ برخه کې ټوله شپه تېره کړي وي.
- لومړی ماخذ: صحيح البخاري حديث ۳۲۹۵
- دویم ماخذ: صحيح بخاري کتاب ۵۹ حديث ۱۰۴
ملګرو ليکنه درسره شريکه کړئ چې ایمانونه مو تازه شي.
جزاک الله خیر
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)