پرون غرمه زه او شېخ الحديث له غرمې وروسته بهر ووتلو ما وېل راځه چې لږ د باندې وګرځو، په لاره روان وو چې د هندوانو یو درمسال په مخه راغی او یو هندو پنډت پکښې ناست وو. ما شېخ ته وېل راځه چې په دې هندو خپل بخت و ازمویو ګوندې خدای پاک یې د دين لارې ته برابر کړي او دواړه ورغلو او دعوت مو ورته شروع کړ.

ما وېل د ټولو! بیا یې وېل چې د ټولو دی نو ستاسې الله پاک ولې موږ ته په قران کې ښکنځل کړي؟
ما وېل دا څه چټيات غږوې او څرنګه ښکنځل یې درته کړي؟ ویل یې الله پاک غیر مسلمانانو ته د بې وقوفو، بيزوګانو، حرامیانو، خرو، سپیو او خنزيرانو خطاب کړی او بیا یې خپله کتابچه را واړوله او دغه ایات شريف یې له ترجمې سره راسره شريک کړل:
? وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ الَّذِينَ اعْتَدَوْا مِنكُمْ فِي السَّبْتِ فَقُلْنَا لَهُمْ كُونُوا قِرَدَةً خَاسِئِينَ ﴿٦٥﴾ سورة البقرة
ژباړه: او یقینًا یقینًا هغه خلق تاسو ته معلوم دي، چې له تاسو ځنې يې د خالي د ورځې په هكله زیاتى كړى و، نو مونږ هغوى ته وویل: تاسو ذلیله بیزوګان (شادوګان) شئ.? يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلَا يَقْرَبُوا الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ بَعْدَ عَامِهِمْ هَـٰذَا ۚ وَإِنْ خِفْتُمْ عَيْلَةً فَسَوْفَ يُغْنِيكُمُ اللَّـهُ مِن فَضْلِهِ إِن شَاءَ ۚ إِنَّ اللَّـهَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿٢٨﴾ سورة التوبة
ژباړه: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په رښتیا هم دا خبره ده چې مشركان نجس دي، نو مسجد حرام ته دې له خپل دې كال نه وروسته نه نژدې كېږي او كه تاسو له كومې غریبۍ نه وېرېږئ، نو ژر به الله تاسو له خپله فضله غنیان كړي، كه هغه وغواړي، بېشكه الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى.? قُلْ هَلْ أُنَبِّئُكُم بِشَرٍّ مِّن ذَٰلِكَ مَثُوبَةً عِندَ اللَّـهِ ۚ مَن لَّعَنَهُ اللَّـهُ وَغَضِبَ عَلَيْهِ وَجَعَلَ مِنْهُمُ الْقِرَدَةَ وَالْخَنَازِيرَ وَعَبَدَ الطَّاغُوتَ ۚ أُولَـٰئِكَ شَرٌّ مَّكَانًا وَأَضَلُّ عَن سَوَاءِ السَّبِيلِ ﴿٦٠﴾ سورة المائدة
ژباړه: ته ووایه! ایا زه تاسو ته د الله په نیز د جزا په لحاظ سره له دوى نه د بدترو خلقو خبر در نه كړم؟ (دا) هغه څوك دي چې الله په دوى لعنت كړى دى او په دوى يې غضب كړى دى او له دوى نه يې بیزوګان او خنزیران جوړ كړي دي او دوى (هغه څوك دي چې يې) د طاغوت عبادت كړى دى، دغه كسان د ځاى په لحاظ سره ډېر بدتره دي او له حقې لارې نه ډېر ګمراه دي.? وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَـٰكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الْأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ ۚ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَث ۚ ذَّٰلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا ۚ فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ ﴿١٧٦﴾ سورة الأعراف
ژباړه: او كه چېرې مونږ غوښتلى (، نو) خامخا به مو هغه په دغو (ایتونو) سره پورته كړى و او لېكن هغه ځمكې ته پوخ مايله شو (هغه ځمكې ته مینه وكړه) او د خپل خواهش پیروي يې شروع كړه، نو د هغه مثال د سپي په شان دى، كه ته په هغه حمله وكړې، (نو هغه) ژبه راوباسي او تیګاه وهي او كه ته يې پرېږدې (بیا هم) ژبه راوباسي او تیګاه وهي، دا د هغو خلقو مثال دى چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى، نو ته (دا) قصې بیان كړه، د دې لپاره چې دوى ښه فكر وكړي.? فَشَارِبُونَ شُرْبَ الْهِيمِ ﴿٥٥﴾ سورة الواقعة
ژباړه: (ګمراهانو) نو د ډېرو تږو اوښانو د څښلو په شان به څښونكي یئ.? عُتُلٍّ بَعْدَ ذَٰلِكَ زَنِيمٍ ﴿١٣﴾ سورة القلم
ژباړه: (کافر) ډېر بد خویه دى (او) له دغو (عیبونو) نه پس بد اصله (حرامي هم) دى.? مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا ۚ بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّـهِ ۚ وَاللَّـهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿٥﴾ سورة الجمعة
ژباړه: د هغو كسانو حال چې په هغوى باندې تورات وربار كړى شوى و (د تورات مكلف كړى شوي وو)، بیا دوى هغه پورته نه كړ؛ د هغه خره د حال په شان دى چې كتابونه يې په شا كړي وي، د هغو كسانو بد مثال (حال) دى چې د الله د ایتونو تكذیب كوي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي.? فَمَا لَهُمْ عَنِ التَّذْكِرَةِ مُعْرِضِينَ ﴿٤٩﴾ كَأَنَّهُمْ حُمُرٌ مُّسْتَنفِرَةٌ ﴿٥٠﴾ سورة المدثر
ژباړه: نو په دوى (کافرانو) څه شوي دي چې له نصیحت (قرآن) نه مخ ګرځوونكي دي ﴿٤٩﴾ ګویا كې دوى تښتېدونكي ځنګلي (وحشي) خره دي.
شېخ الحديث ورته ویل چې هغه یې کوپار لکه یهود او نصارا یاد کړي نه تاسې هندوان، پنډت ویل ماته دروغ مه وایه ټول کوپار یې یاد کړي او موږ یې هم یاد کړي یو نو ځئ ورکېږئ له دې ځایه، بیا یې ویل تاسې لومړی خپل ځانونه جوړ کړئ وروسته بیا نورو ته دعوت ورکړئ، بل یې دا خبره وکړه چې دا ستاسې څرنګه الله دی چې یو ځل پخپله انسانان جوړ کړي او بیا ښکنځل ورته کوي؟
خدای شته زه او شېخ الحديث نيږدې وو چې ورسره په جنګ شو د دې هندو د بچي سره خو بیا مو ولاحول ووېل او ترې مخ په جومات روان شوو موږ وېل چې تبلیغ مو خراب نشي، دې ځينې هندوانو ته چې ګورم قسم دی زموږ تر ملایانو هم زموږ په دين کې ډېره مطالعه لري.
ملګرو د هندو پر خبرو باید بحث وشي نو لطفا علما کرام دلته را منشن کړئ چې په دې موضوع لږ رڼا واچوي او همدا راز له خپلو ملګرو سره هم دا متن شريک کړئ
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)