شق القمر ولې نورو تمدنونو نه دی ليدلی؟

رحمان الله ورور له استانبول څخه ليکي وايي له تېرو څو کلونو څخه د تاريخ د رشتې تر څنګ اسلامي تعليمات هم کوم او د اسلام د مبارک دين پر معجزو مې ګڼ شمېر کتابونه لوستلي خو تر ټولو جالبه معجزه ماته د شق القمر واقعه وه چې د قران عظيم الشان په سورة القمر او صحيح بخاري شريف دواړو کې یې ذکر شوی:

اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانشَقَّ الْقَمَرُ ﴿١﴾ وَإِن يَرَوْا آيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُّسْتَمِرٌّ ﴿٢﴾ سورة القمر آیه ۱ تر ۲
ژباړه: قیامت ډېر رانژدې شو او سپوږمۍ وچاودله. او كه چېرې دوى كوم دلیل وویني (نو) اعراض كوي او وايي: دا خو راروان (قوي) جادو دى.

حَدَّثَنِي عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مُحَمَّدٍ، حَدَّثَنَا يُونُسُ، حَدَّثَنَا شَيْبَانُ، عَنْ قَتَادَةَ، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، وَقَالَ لِي خَلِيفَةُ حَدَّثَنَا يَزِيدُ بْنُ زُرَيْعٍ، حَدَّثَنَا سَعِيدٌ، عَنْ قَتَادَةَ، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ – رضى الله عنه – أَنَّهُ حَدَّثَهُمْ أَنَّ أَهْلَ مَكَّةَ سَأَلُوا رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم أَنْ يُرِيَهُمْ آيَةً، فَأَرَاهُمُ انْشِقَاقَ الْقَمَرِ.
ژباړه: له انس بن مالک څخه روایت دی چې د مکې خلکو له رسول الله څخه غوښتنه وکړه چې دوی ته معجزه ښکاره کړي، او پيغمبر هم دوی ته د سپوږمۍ دوه ټوتې (دوه برخې) کول وښودل.

  • ماخذ: صحيح بخاري: څلورم ټوک: ۵۶ کتاب: حديث ۸۳۱

هغه وايي ما د نړۍ د مختلفو تمدنونو لکه رومیانو، یونانیانو، مصریانو، پارسیانو او چينایانو تاريخونه مطالعه کړي خو له دغو تمدنونو څخه یوه هم د دې تاريخي واقعې په اړه ذکر نه دی کړی او نه مې هم تر اوسه داسې کره مالومات له ناسا او یا هم نورو فضايي سرچينو څخه ترلاسه کړي چې زما تنده پرې ماته شي، هغه وايي یو څو انځورونه ځينو ملګرو د سپوږمۍ پر مخ د اوږدې ليکې رالېږلي وو خو چې کله مې تحقيق وکړ نو هغه هم کره مالومات نه وو نو زما پوښتنه دا ده چې دا سپوږمۍ خو یوازې په مکه کې نه ده بلکې چې کله په سعودي کې شپه وه نو د نړۍ په ډېرو نورو هېوادونو کې هم شپه وه نو ولې په کوم بل هېواد کې دا تاريخي واقعه نه ده ليدل شوې او یا یې په تاريخي کتابونو کې ذکر نه دی راغلی؟

هغه وايي دا پوښتنه مې د خپل جومات له ملا څخه وکړه خو متاسفانه قناعت مې حاصل نشو نو که تاسې دغه ليکنه په خپله پاڼه مطرح کړئ نو ښايي ځينې دوستان داسې ځوابونه راکړي چې زما قناعت حاصل شي او له ملګرو څخه دې دا هيله هم وکړه چې لطفا که یې ځواب ورسره نه وي نو د ښکنځلو پر ځای دې خاموشي اختیار کړي.

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

آیا خدای پاک له خپلو ناکامیو څخه پند نه اخلي او که خلکو په دروغو د پیغمبرۍ دعوې کړي؟

تورپېکۍ احمدزۍ خور له امريکا څخه پوښتنه رالېږلې وايي زه د تاريخ په رشته کې …

خپل آند راسره شريک کړئ