
وَمِن كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿٤٩﴾ سورة الذاريات
ژباړه: او له هر څیز څخه مونږ دوه قسمه جوړې (نر او ښځه) پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو پند واخلئ.
خو موږ ته د ساینس په مضمون کې ویل کېږي چې داسې موجودات هم شته چې یوازې یو جنس لري او هېڅ نارينه نلري چې بېلګې یې په لاندې ډول دي:
- د (Whitetail Lizard) په نامه یو ډول څرموښکۍ ده چې اکثره په امریکا کښې موندل کېږي دغه ډول څرموښکۍ صرف ښځینه جنس لري او نارینه جنس هېڅ نلري، د دوی نسل خپله د ښځینه جنس کې د (Parthenogenesis) مرحلې په اساس رامینځ ته کېږي، پارتینوجنیسس یو ډول بیالوژیکي پروسه ده چې پر مټ یې یوه هګۍ کې جنین بې له سپرمه را مینځ ته کېږي چې دا ډول پروسه په ځينې نباتاتو کې هم شته لکه د ګلاب او د نارنجو ونې.
- وایرسونه: دا مایکرو اورګانېزمي موجودات هېڅ نارینه او ښځینه نلري بلکې د خپلې کوربه هستې د ډي اېن اې په وسیله نسل رامینځ ته کېږي.
- باکتریاګانې د خپلې هستې په تقسیم سره نوی نسل په وجود راوړي.
- ډېر نباتات دي چې نارینه جنس نلري او د پولینیشن د پروسې په وسیله نسل په وجود راوړي.
زه خو د دې ساینسي مضامينو بيخي ګنګس کړی یم ځکه ډېر شیان راته زما د توقع خلاف ویل کېږي نو نه پوهېږم چې د قران ومنم او که د ساینس؟
که چېرې علمي او منطقي دلایل په دې مورد ترلاسه نکړم نو مجبور یم چې د ساینس مضامين پرېږدم ځکه چې زما عقاید یې بيخي را لړزولي دي، ملګرو هيله ده چې د تېرې پوښتنې په څېر خپل علمي مالومات راڅخه ونه سپموئ تر څو زما قناعت حاصل شي او ايمان مې هم خدشه داره نشي.
سرچينې یې دا ښودلې:
https://en.wikipedia.org/wiki/Asexual_reproduction
https://www.youtube.com/watch?v=dNoY9ribw4A&t=95s
https://www.youtube.com/watch?v=epc8apZnrEc
https://en.wikipedia.org/wiki/Aphid
https://www.scientificamerican.com/article/asexual-lizards
http://www.bbc.com/earth/story/20151216-virgin-births-are-happening-everywhere
جزاک الله خیر
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)