نن سهار چې کله موږ لمنځونه وکړل او او د امير صیب د ايمان او یقين په تقرير مو ايمانونه تازه کړل نو له لمر خاته لږ شېبه مخکې عرفان ولاړ شو د نفل لمانځه ته.
- شېخ الحديث ور غږ کړل چې دا د کوم وخت لمونځ دی؟
- عرفان وې دوه رکعته نفل کوم.
- شېخ الحديث وېل پام کوه چې په دې وخت کې لمونځ ونه کړې.
- عرفان وېل ولې؟
- شېخ الحديث ورته ووېل د لمر خاته او لمر لوېدو پر وخت د لمانځه اراده مه کوئ ځکه په دا وخت کې لمر د شیطان د ښکرو تر منځ را خېژي!
ما او عرفان دواړه شېخ ته حیران حیران وکتل او بیا شېخ وېل دا خبره له ځانه نه درته کوم بلکې دا د رسول الله ﷺ قول دی چې حضرت ابو هریرة رض روایت کړی او بیا یې دغه مبارک حديث شريف راته بیان کړ:
عَنِ ابْنِ عُمَرَ، قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم «لاَ تَحَرَّوْا بِصَلاَتِكُمْ طُلُوعَ الشَّمْسِ وَلاَ غُرُوبَهَا فَإِنَّهَا تَطْلُعُ بِقَرْنَىْ شَيْطَانٍ»
ژباړه: له ابن عمر رض څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي: د لمر خاته او لمر لوېدو پر مهال تاسې د لمانځه ادا کولو اراده مه کوئ ځکه چې د شیطان د دوه ښکرو تر منځ را خېژي.
- لومړی ماخذ: صحيح مسلم کتاب ۶ حديث ۳۵۳
- دویم ماخذ: انګليسي صحيح مسلم ۴ کتاب حديث ۱۸۰۷
- درېیم ماخذ: صحيح مسلم حديث ۸۲۸
ملګرو ګورئ چې پام مو وي او بې وخته لمنځونه ونه کړئ کنه پایله به یې ښه نه وي او نور ملګري هم درسره خبر کړئ.
جزاک الله خیر
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)
